کلتور او هنر

پلار او لور په یوه فلم کې؛ انیل کپور او سونم کپور په ګډه فلم جوړوي

د بالیووډ مخکښ اداکار انیل کپور د خپلې لور سونم کپور سره په ګډه فلم جوړوي. دا لومړی ځل دی، چې یو پلار او لور په ګډه په یوه فلم کې کار کوي.
تر ټولو جالبه دا، دوی لکه څنګه چې په ریښتیني ژوند کې دي، په فلم کې هم انیل کپور د پلار او سونم کپور د لور رول لوبوي.

دا فلم، چې (یک لړکی کو دیکا، تو ایسا لګا) او داسې پکې له انیل او سونم سربیره راج کمار رو او جها چولا هم لوبیږي. راج کمار په فلم کې د سونم کپور عاشق دی.
د فلم د شوټینګ چارې د پنجاب په پټیله کې پیل شوي او ټاکل شوې، چې دا فلم به د روان کال د اکټوبر په ۱۲ مه خپور شي.

سونم کپور د فلم په اړه په خپل ټویټر لیکلي:
“په سینما کې له لسو کالو وروسته، د خپل پلار سره زما لومړی فلم؛ مننه شیلي چوپړا چې داسې په زړه پورې څه دې ولیکل؛ او مننه ویدهو وینود، چې تاسې دا زمینه سازي وکړه.”
د فلم ډاریکټره شیلي چوپړا وايي، چې په فلم کې د انیل کپور او سونم کپور دواړو رول ډیر په زړه پورې دی، او د پنجاب په پټیله کې يې یو کور ددوی لپاره نیولی، چې د فلم د شوټينګ چارې پکې پیل شوي.

د ډاریکټرې په وینا، تر وسه وسه کوښښ شوی، چې د انیل او سونم ریښتیني پلارګیري او لورګیري فلم ته هم انتقال کړي.
انیل کپور ۶۱ کلن دی. هغه په سینما کې له تیرو ۴۰ کلونو راهیسې لوبیږي. په لسګونو ملي او نړیوالې جایزې يې ګټلي.
انیل کپور د خپلې ځوانې څیرې د ساتلو له امله خورا ډیر مشهور دی.

سونم په خپل انسټګرام دا انځور پریښی

سونم کپور ۳۲ کلنه ده. د لومړي ځل لپاره يې په ۲۰۰۷ کال کې د سواریا فلم کې کار وکړ، چې د ښې کارکردګۍ له امله يې د غوره ښځینه اداکارې ملي جایزه تر لاسه کړه.

د سونم کامیاب فلم د سلمان خان سره (پریم رتن دن پایو) و، چې په ۲۰۱۵ کال کې خپور شو. له هغې راورسته يې د نیرجا په نوم کامیاب فلم جوړ کړ، چې له امله يې غوره جایزه هم واخیسته.
اوس هغه د رنبیر کپور سره یوځای د سنجي دت په ژوند جوړیدونکي فلم کې هم لوبیږي. ددې فلم نوم او د خپریدو نیټه لا په ډاګه شوې نه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند