اقتصاد

پر هیچا د ساده ګومان مه کوئ

د رابرټ ګرین د قدرت قوانین
ژباړه: همیانۍ

دا واقعي الماس دی، دا واقعي الماس دی، دا واقعي الماس دی!

د امریکا د کانونو مشهور ارزوونکی لویي جانین په داسې حال کې چې خپل احساسات یې نه شوای کنټرولولای، چیغې وهلې چې: «دا الماس رښتوني دي!» اسلاک او ارنولډ چې کان یې پیدا کړی و، له خوشالۍ په جامو کې نه ځایېدل. هغوی بالاخره شتمن کېدل.

اسلاک او ارنولډ د کان زاړه کارکوونکي وو، هغوی د وخت په سترو کانونو کې د جواهراتو په استخراج کې ونډه درلوده. په ۱۸۷۲ کال کې چې ده دوه بېوزله او ساده کارکوونکي د الماسو د یوه ستر کان د پیدا کېدو له زېري سره ښار ته را ګرځېدل، هیچا په دې خبره باور نه کاوه. د امریکا مشهور پانګوال هارپنډینګ په منډه له لندن نه امریکا ته ولاړ، هغه د نیویارک مهم الماس پېژندونکي «چالرز ټیفاني» ته ورغی او د هغه په نظر سره ډاډه شو چې پیدا شوي الماس رښتوني او ارزښتناک دي.

د امریکا د هغه وخت شتمن هارپندینګ دومره ساده نه و چې په اسانه دوکه شي.

هغه باید هر څه ازمویلي وای، له همدې امله یې له لويي جانین نه وغوښتل چې کان و ارزوي، ارنولډ او اسلاک په اسانه دې ته چمتو نه وو چې دوی یو ځل بیا هم کان ته بوځي.

هغوی داسې فکر کاوه چې هارپندینګ د کان ځای معلوموي او خېټه به پرې واچوي، خو هارپندینګ د ښه نیت څرګندولو په موخه دوی ته ۱۰۰زره ډالره امانتي ورکړل.

لويي جانین یې په یوې خورا پېچلې لارې کان ته بوت او اته ورځې همتله بوخت و. د هغه د «رښتوني الماس دي!» چیغې اته ورځې وروسته پورته شوې. هغه په چټکۍ سره نیویارک ته ولاړ او ویې ویل: «که کارګر او وړ ماشینونه پیدا کړئ، دغه کان د میاشتې د یوه میلیون ډالرو په ارزښت الماس ور کوي.» هارپندینګ ژر د وخت څو ستر پانګوال خبر کړل، ټول په نیویارک کې راغونډ شول او دې ته منتظر شول چې له کان موندونکو سره خبرې اترې وکړي.

کان موندونکي چې له دې مخکې نیویارک ته نه وو راغلي، په زړو جامو او تنګو کوټونو کې ښار ته راغلل، پانګوالو ټولو دا پرېکړه وکړه چې په ګټه کې یې ور شریکول وړ نه دي او باید د کان امتیاز ترې وپېرل شي. د ناستې په پیلېدو سره یې کوښښ کاوه چې د الماسو کیفیت ټیټ وښيي، خو دې چارې اسلاک او ارنولډ غوسه کړل او نږدې و چې ناسته ور پرېږدي.

په څه زحمت یې بېرته راتم کړل او له اوږدو بحثونو وروسته یې هغوی پر دې قانع کړل چې د ټول کان امتیاز په ۷۰۰زره ډالره وپلوري.

هغه وخت ۷۰۰ زره ډالره ډېر شی و، دا دوه ساده ګان چې له ناستې ووتل، له خوشالۍ یې چیغې وهلې.

د کان د استخراج چارې پیل شوې او په نیویارک او لاس انجلس ښارونو کې دفترونه ورته ونیول شول.

په چټکۍ سره یې ماشینونه او نور سامان الات واخیستل، خو په کان کې یې یو الماس هم ونه موند. وروستي الماس همغه وو چې دوی د ارزونې پر وخت ور اخیستي وو، اسلاک او ارنولډ په کان کې تر اوږدې تجربې وروسته پر دې ښه پوهېدل چې اصلي او مصنوعي کان یو تر بله څومره تفاوت لري.

هغوی په ۱۲زره ډالرو څو قطعې الماس واخیستل او په خاورو کې یې داسې ځای پر ځای کړل چې د واقعي کان په څېر و ایسي.

کله چې هارپندینګ ۱۰۰زره ډالره بیعانه ورکړه، په هغو یې هم اصلي الماس واخیستل او په کان کې یې ځای پر ځای کړل.

هغوی چې نیویارک ته راتلل ځانونه یې په لېونتوب او ساده ګۍ اچولي وو، زړې جامې یې اغوستې وې او د هر څه په لیدو سره یې خولو ته ګوتې وړلې. هغوی په دې چارې سره مقابل اړخ ته قانوني دوکه ورکړه، د قرارداد له مخې هغوی هیڅ جرم نه دی کړی، کارپوهانو ارزولی و او امتیاز یې په قانوني ډول ور پلورلی و.

دا احساس چې «نور تر ما هوښیار او پوه دي» هیڅ انسان او ان ناپوه هم نه شي زغملای. همدا چې له یوه پوه کس سره مخ کېږو، ژر د ځان لپاره توجیهات پیدا کوو: «هغه یوازې څو کتابونه حفظ کړي» «زه هم که دومره شتمن وای، هر څه به مې زده کړي وای»، «هسې په چانس بریالی شوی، له ماسره خو چانس یاري نه کوي»….

دا کوم نوی شی نه دی، بلکې د انسانانو د تکامل په بهیر کې رېښې لري. انسان چې کله تر ځان لوړ څېز سره مخ کېږي، د ځان پر وړاندې یې ګواښ بولي. کېدای شي ستاینه یې وکړي، ښه یې وبولي، خو دا یوازې د دې لپاره دي چې تر اوسه یې د غچ اخیستنې فرصت نه دی ترلاسه کړی. په لومړني فرصت کې به یې کوښښ دا وي چې څنګه یې له پښو وغورځوي. اوس نو باید دا ومنو چې تېز هوښه او پوه کس کله هم د متوسطو افرادو نه خوښېږي. د هیچا دا نه خوښېږي چې احمق دې وګڼل شي، په ډېرو هغو معاملاتو کې چې مقابل اړخ کمپوه ګڼل کېږي، معامله همغه کمپوه ګټي.

موږ له نورو سره په روابطو کې معمولاً د هغه چا له لاسه ماتې خورو چې له ځان نه یې ساده ګڼو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */