ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

پر دروغو د ماشوم د اخته کېدو لاملونه او د مخنیوي لارې چارې یې

لیکنه: ياران

هغه عوامل، چې په ماشومانو کې د دروغ وېلو حس پیاوړی کوي عبارت دي له: تخیل، هیلې او امېدونه، بې باوري، ډار، د مور او پلار ازمویل، بهانه کول، په ماشومان او تنکیو ځوانانو باندې د سختو کارونو تحمیل لول، ضعف او عاجزي.

۱- تخیل:
دا چې په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې د تخیل ځواک قوي وي، نو ډېر کله ماشومان او تنکي ځوانان په خپل ذهن کې داسې صحنې جوړوي، چې دوی فکر کوي، هر څه په اصلي او ریښتیني بڼه مخ ته ځي، نو ډېر کله دروغ وایي.

۲- هیلې او امېدونه:
د دې لپاره، چې ماشومان او تنکي ځوانان، هغه هیلې او امېدونه، چې په خپل ذهن کې یې ورته ځای ورکړی وي، په حقیقت بدل کړي او غواړي ورته ورسېږي، د بېلګې په توګه د زیاتو پیسو درلودل او یا هم د خپلې خوښې وړ شی درلودل.
نو د دوی دا ډول پرېکړې او غوښتنې د دې سبب ګرځي، چې ماشوم یا تنکی ځوان کله کله دروغ و وایي ، او دروغ ویل له همدې وخته پیل کوي، چې وروسته یې بیا عادت ګرځي.

۳- بې باوري:
کله، چې ماشوم او یا هم تنکی ځوان هغه څه، چې له کورنۍ یې پټ تر سره کوي، خو په یوه بڼه ترې پرده پورده شي او یا هم په خطایۍ کې ور څخه وویل شي، نو د دې لپاره، چې په خپلو کړنو پرده واچوي په دروغو لاس پورې کوي.

۴- ډار:
ډېره کله ویره د دروغ ویلو سبب ګرځي.
د بېلګې په ډول، که ماشوم او یا هم تنکی ځوان له ځان سره دا سوچ وکړي، چې د کورنۍ غړي به یې له دوی څخه د یوې مسلې په اړه، چې غواړي له کورنۍ یې پټه کړي پوښتنه وکړي، نوپه دروغ ویلو لاس پورې کوي.

۵- د مور او پلار ازمویل:
ډېر کله داسې پېښېږي، چې ماشوم او یا هم تنکی ځوان خپل مور او پلار تر ازموینې لاندې ونیسي، نو دروغ وایي، چې بلاخره دروغ ویل یې له همدې وخته پیلېږي او وروسته یې په یوه عادت او کړنې باندې بدلېږي.

۶- بهانه کول:
ډیری ماشومان او تنکي ځوانان د دې لپاره، چې د یوه کار له کولو ځان خلاص کړي، ځان ناروغ اچوي او د کورنۍ غړيو ته یې وایي، چې ګواکي دی ناروغ دی، چې د څو ځلونو لپاره، د دغه کار تکرارېدل یې په دروغو اخته کوي او عمل یې ګرځي.

۷- په ماشومان او تنکیو ځوانانو باندې د سختو کارونو تحمیلول:
له بده مرغه زموږ لویان ډېر کله له کوچنیو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لویو کارونو د تر سره کولو تمه لري، چې په دې سن کې په ماشوم او تنکي ځوان باندې د سختو کارونو تحمیلول او تر سره کول په ماشوم او یا هم تنکي ځوان کې د دروغ ویلو ځواک پیاوړی کوي.

۸- ضعف او عاجزي:
هغه ماشومان او تنکي ځوانان، چې په خپل ورځني ژوند کې د ضعف او عاجزي احساس کوي او یا له بده مرغه په ريښتیا هم دوی عاجز او ضعیف وي، نو د دې لپاره، چې ځینې کارونه یې پر مخ ولاړ شي، د خپلو کارونو د تر سره کولو لپاره او یا هم د یوه شي د لاسته راوړلو لپار په دروغ ویلو لاس پورې کوي، چې په پایله کې یې دورغ ویل عادت ګرځي.

څه ډول ماشومان له دروغ ویلو وژغورو؟
۱- په لومړي سر کې باید مور او پلار خپله له دروغ ویلو پوره ډه ډه وکړي ان که د ماشوم د غلولو لپاره هم وي.

۲- په هېڅ صورت سره باید ماشوم او یا هم تنکی ځوان په دروغ ویلو باندې تورن نه شي.

۳- کله کله د ماشومانو او تنکیو ځوانانو خطاوې او ناسمې کړنې باید ډېرې جدي ونه نیول شي او په غیر مستقیم ډول ورته حل لاره ولټول شي.

۴- مور او پلار باید د ماشوم د روزلو په برخه کې پوره معلومات ولري او زده کړي، چې خپل ماشوم څه ډول وروزي.

۵- مور او پلار د دې لپاره، چې ماشوم ته قناعت ورکړي او یا یې هم وغولوي باید ورته دورغ ونه ویل شي او بازي ورنه کړل شي.

۶- مور او پلار باید خپلو ماشومانو ته د دروغ ویلو زمینه برابره نه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران