بریا او پرمختګ زده کړې ژوند بڼه

پر خپل ځان اعتماد څنګه پیاوړی کولی شو؟ اته لار چارې

ژباړه: نوراحمد فضلي

ډېری بریالي کسان، علاوه پر دې چي پر ځان باور لري؛ پر خپلو استعدادونو او کارونو باور لري. په حقیقت کې، د بریالیتوبونو شتون په انسانانو کې پر ځان د باوري کیدو سبب نه کیږي بلکې د پیل څخه يې د دغسي پر ځان د باوري کسانو په وجود کي؛ ځای نیولی وي.

پر ځان باور نه لرل سبب کیږي چي د شا وخوا کسان مو پر تاسي شکمن سي. څنګه باید نور، ستاسي پر باورونو او وړتیاوو باور ولري په داسي حال کې چې تاسې خپل پر دې هرڅه باور نه لرئ؟

د نویو ستونزو سره د مخامخ کېدو په صورت کې باید پر ځانونو باور ولرو. ډارن او هغه کسان چي د ناامنۍ احساس کوي؛ د خپلي امن فضا څخه د لېري کېدو تمایل نه لري. خو امن چاپیریالونه ډېر محدود دي او په خورا سختۍ سره پیداکیږي.

همدا وجه ده، هغوی چي پر ځانو کافي باور نه لري، په مسلکي برخه کي هم چندان پرمختګ نه کوي ولي چي داسي کارونو ته زړه ښه کوي چي هیڅ ښه راتلونکی او د پرمختګ زمینه په کې نه لیدل کیږي او د لا زیات بریالیتوب له پاره د مساعدو سوو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه نه اخلي.

هغوی چي پر ځانو باور نه لري، د دباندینیو شرایطو ښکار سوي دي. د بریالیو کسانو له پاره، په هیڅ وجه هغه خنډونه چي په پیل کې مهم ورته ایسېدل؛ منعه کوونکي نه ایسي. ستاسو څخه پرته هیڅوک ستاسي غوښتنو ته د رسېدو په لاره کې خنډ نه جوړيږي.

اوس هغه وخت دئ چي د پر ځان باورمندۍ په لار کې پراته خنډونه څنګ ته کړو. په یوه بریالي او کامیاب کسب کې اساسي او ډېر مهمه برخه، په نفس باور دئ او په بشپړ ډول دې حقیقت ته تسلیمېدل، خلک داسي لوړو کاري موقعیتونو ته رسوي چي هیڅکله يې هم فکر نه کوی.
هر فرد د یوه وړ او زیارکښ لارښود په لرلو سره، کولای سي چي پر خپل نفس باور زیات کړي او کله چي ېې ښه یقین پوخ سو؛ په ټول وجود سره هغه احساسوي.
دلته پر ځان باور ته د رسېدو په موخه ۸ غوره لاري چاري درته بیانوو:

ځان ته په صادقانه نظر کتل

د غرور او پر ځان باور درلودلو ترمنځ ډېر توپیر دی . غرور؛ د ځان په اړه لاپي وهل دي مګر په ځان باور د کارونو د ترسره کولو په موخه پر خپلو وړتیاوو او استعدادونو باندي ستاسي د اعتقاد او اعتماد په معنی دی. په بل عبارت، اعتماد د سخت کار کولو وروسته ترلاسه کيږي او ډاډه کسان هم د خپلو ځانو په نسبت کافی خبرتیا لري.

هرکله چي د اشخاصو د اعتما کچه د دوی تر وړتیاوو لوړه سي، تېروځي او د خودبینۍ احساس ورسره پیداکیږي- دلته دی چې ددې دوو مقولو ترمنځ پر توپیر باید وپوهیږي. پر ځان باور یوه واقعي، عیني او حقیقي پدیده ده.

پر ځان د باور غښتلي کولو په موخه، غوره ده چي د خپل ځان او وړتیاوو دقیقه او صادقانه ارزیابي مو کړې وي. که په ټولیزه توګه د خپلو وړتیاوو په نسبت د کمزورۍ احساس کوئ حتمن د مهارتونو د بهبود او د کمزورو ټکیو د منفي پایلو کمولو په موخه لارو چارو موندلو له پاره کار وکړئ. د کمزور ټکیو ته پاملرنه نه کول یا پر ځای يې پر خپلو پیاوړو هغو فخر کول، هیڅکله د کمزورو ټکیو د له منځه وړلو سبب نه کیږي.

وروسته تر دې، له خپلو پیاوړتیاوو څخه ښکاره درک درلودل، په ګڼ میشتي او رقابتي کارځای کې چي تاسي ورسره سر و کار لرئ – ستاسي د ډیرو بې اساسو فیډبکونو او انتقاداتو څخه د خلاصون سبب ګرځي او په دې ډول کولای سئ چي لازم په ځان باور ترلاسه کړئ.

منفي ځواب(نه) ورکول

د سان فرانسیسکو په په کالیفورنیا پوهنتون کې سوي څېړني ښيي په
هره اندازه چي د (نه) ویلو ستونزه لرئ، په اسټریس، کاري ستومانتیا او حتی ډیپرېشن کې د ښکېلېدو احتمال مو زیاتیږي چي دا ټول موارد مو د پر ځان لازم باور کموي او له منځه یې وړي.

پر ځانو د لازم باور لرونکي کسان پوهیږي چي په (نه) ځواب ویلو کي کومه ستونزه نه ویني او د خپلو منفي ځوابونو د تشرېح او توضېح دلایلو له پاره د مناسب عزت نفس درلودونکي دي.

دوی د (نه) ویلو پر مهال د (( فکر نه کوم وکولای سم)) یا (( ډاډه نه یم)) عبارتونو له کارولو څخه ډډه کوي او په پوره ډاډ سره بشپړ منفي ځواب ورکوي. ځکه باوري دي چي د نوي تعهد نه منل، اوسنیو تعهداتو ته درنښت کول دي ترڅو په بریالیتوب سره د کارونو د عملي کېدو له پاره موقع چمتو سي.

د تېروتني جبرانول او د مدیر د رضایت جلبول

د ادارې له مشر سره د ښې اړیکي نه درلودل، په وړ او استعداد لرونکو افرادو کې پرځان د باور د له منځه تلو سبب هم کیږي. په داسي شرایطو کې چي مشر مو همېشه د کارمندانو د انتقاد یا همکارۍ د کمزورتیا په حال کې وي، پر ځان د باور درلودلو احساس ډېر ستونزمن دی.

هڅه وکړئ چي په خپلو اړیکو کې د شتو ستونزو شتون تشخیص او داسي کار وکړئ چي اړیکه مو عادي کړنلاري ته راوګرځي. که شته اړیکي په رښتیا هم نه راګرځېدونکي وي، ممکن وخت يې وي چي په خپل کار کې بنسټیز تغییرات رامنځته کړئ.

د کوچنیو سوبو (بریالیتوبونو) په لټه کې

پر ځانو باوري کسان، خوښوي حتا کله چي د دوی هڅي د کوچینو بریالیتوبونو سبب کیږي د ځانو سره سیالي او رقابت پیل کړي. کوچني بریالیتوبونه، په مغز کې د آنروژن په نوم هورمون د تشکیل سبب کيږي چي د افرادو له پاره د انعام او انګېزې مسئول دئ.
د آندروژن هورمونونو په زیاتېدو سره، د تستوسترون په نوم یو بل هورمون تولیدیږي چي په راتلونکی کې د ننګونو سره د مقابلې په موخه د فرد په نفس اعتماد او علاقې د زیاتېدو سبب کیږي او د کوچنیو سوبو په لاسته راوړلو سره به تر وختونو پوري به پر ځان د زیات باور لرونکي اوسئ.

لارښود موندل

د یوه وړ او په کار پوه شخص په نسبت چي همېشه ستاسي لارښوونکی او ستاسو د ښو کارونو ملاتړ کوونکی وي، هیڅ څیز د پر ځان باورمند کېدو احساس سبب نه کیږي. یو غوره لارښود، کټ مټ د یوې هنداري په شان کار کوي چي تاسي ته د پر ځان باورۍ له پاره لازمه پوهه درکوي.

د تکړښت (ورزش) له پاره وخت وقفول

په شرقي انتاریوی کې د سوو څېړنو د مالوماتو له مخي، هغه کسان چي د لسو اونیو له پاره په اونۍ کې دوه ځلي ورزش کوي د ټولنیز، علمي او ورزشي لحاظه د لا زیاتې وړتیا احساس کوي او همدارنګه د خپل اندام له وضعیت او عزت نفس څخه ښه تصور لري.

په بل عبارت، د فزیکي تغییراتو څخه د حاصله پر نفس اعتماد زیاتېدو سربېره، ورزش په بدن کې د آندروفین په نوم یو ډول هورمون د زیاتېدو سبب کیږي چي یاد هورمون په ورزشکار کې د عزت نفس احساس لوړوي.

د بریالیتوب په کچه کې د افرادو د ظاهري پوښاک ډول اغېز.
دا حقیقت باید و منو چي د افرادو پر نظر باندي د ظاهري پوښاک څرنګوالی او وضعیت اغېزناک دی. څېړنو ښودلې ده، د رسمي جامې اغوستلو پر مهال د خلکو د خبرو کولو ډول د هغه وخت په پرتله چي عادي جامې په تن لري؛ ډېر توپیر لري.

د پر ځان باورمن کېدو په موخه ښایسته جامې واغوندئ. د جامو انتخاب ستاسو د شخصیت ښکارندوی او د هغه انځور لېږدونکی دي چي غواړئ له ځانو څخه ئې ښکاره کړئ.

د قاطع خو نه حمله کوونکي روحیې درلودل

حمله یا تهاجم نه یوازي چي پر ځان د باورمند کېدو علامه نه ده، بلخوا د کنټرولولو نښانه ده او د پرځان باور د عدم احساس په وخت کې، تهاجم، شاید ډېر ساده کار و ایسیږي. هڅه وکړئ چي خپل هویت د تهاجمي روحیې لرلو او د نورو د حقوقو تر پښو لاندي کولو پرته ثابت کړئ. ترڅو چي نه مو وي زده کړي چي څنګه ځان له نا امنیو څخه لیري وساتئ، پر ځان باور مو نه قوي کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي