رسنۍ

پر خپل نفس مو اعتماد داسې لوړ او ټینګ وساتئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

دا مو عادت وګرځوئ چې خپل ځان سره مثبتې خبرې ولرئ. د مثبتو او منفي خبرو عادت له ماشومتوبه پېلېږي. په معمول ډول خپل ځان سره د خبرو کولو عادت، د کلونو په اوږدو کې زمونږ تفکر ته بدلون ورکوي او په مختلفو ډولونو په ژوندانه خپل اغېز لري. خو هر کله کولی شو د دې عادت د بدلون لپاره ګام واخلو.

په دې ليکنه کې به تاسو ته سره د منفي خبرو اترو څخه د خلاصون او پر نفس د اعتماد لوړېدلو لپاره ګټورې لارښوونې شريکي کړو.

د خپلو عادتونو د تشخيصولو لپاره لومړنی ګام به مو دا وي چې د دې ستونزې اصلي ريښې ومومئ. ممکنه ده متوجه شئ چې په کوم وخت کې مو ذهن ته منفي خبرې راځي او يا هم دا چې دا عادت مو تر کومې اندازې ستاسو په کړنو اغېز پرېږدي.

په لاندې لارښوونو سره کولی شئ چې د ځان سره د خبرو کولو په ماهيت او څرنګوالي پوه شئ.

– د يادښتونو ليکل
له ځان سره مو تل د يادښتونو يوه کتابچه وساتئ او هر منفي فکر سره چې مخامخېږئ، نو د يادښت په کتابچه کې يې وليکئ. د ورځې په پای کې د خپلو ټولو افکارو خلاصه مو وليکئ يا د يوې ځانګړې موضوع په اړه مو خپل احساسات بيان کړئ او وروسته يې تحليل کړئ.
د ورځنيو يادښتونو ليکل د ذهني تشويشونو د ازمېښت او شننې لپاره ښه وسيله بلل کېږي.

– د فکرونو درول
کله چې متوجه شوئ چې منفي خبره او فکر مو ذهن ته راځي، نو په هماغه موقع کې توقف وکړئ او ودرېږئ. هغه کليمه چې منفي ده، په لوړ غږ يې ووايئ او په سختۍ سره تلفظ کړئ؛ ترڅو د منفي افکارو د توقف لپاره مو يوه وړه هڅه کړې وي.
د بېلګې په ډول: کله چې وايۍ: زه نشم کولی. د دې خبرې په تلفظ کې د (نشم) کليمې پر ويلو فشار راوړئ. په همدې توګه، تمرکز وکړئ، فکر وکړئ، سوچ وکړئ او تحليل وکړئ چې ولې يې نشئ کولی؟ د نشم کولو لاملونه پيدا وکړئ او د حل لپاره يې لاس پکار شئ.

– ربړي لاسبند وتړئ
د دې ستونزې د حل لپاره يو بله لاره دا ده چې په لاس پورې مو ربړي لاسبندوکی وتړئ. هرکله چې متوجه شوئ منفي فکر مو په ذهن کې تېرېږي، نو لاس بند مو کش کړئ او په بېرته خوشې کولو سره يې، لاس ته مو ضربه ورکړئ. دا کوچنی درد کولی شي چې ستاسو د منفي فکر پايله وي او د دې لامل ګرځي چې د خپلو افکارو په اړه مالومات ترلاسه کړئ او هڅه وکړئ چې منفي افکار مو له ځان څخه لرې کړئ. يانې په يو ډول ځان تنبيه کړئ.
د يو بد عادت د له منځه وړلو حل لاره دا ده چې د هغه پر ځای يو ښه عادت تبديل کړئ.

– د کليمې ټاکل
ايا تر دې دمه په روغتون کې پاتې شوي ياست؟ پام مو شوی چې ډاکتران او نرسان د (درد ) د کليمې پر ځای د (ناراختۍ) کليمه کاروي؟ دا کار د دې لپاره کوي چې د ( درد ) کليمه درنه او غښتلې ده او د درد په اړه خبرې کول د دې لامل ګرځي چې د ناروغ تشويش نور هم ډېر کړي او د ( ناراختۍ ) کليمه په برعکس ډول.
همداسې کولی شئ چې په خپل ورځني ژوند کې دا کړنلاره عملي کړئ. هغه کليمې چې ډېره منفي انرژي لري، د هغو پر ځای نورې مناسبې او سپکې کليمې وکاروئ. د بېلګې په ډول: د دې پرځای چې ووايئ د فلاني شي څخه (کرکه) لرم، ووایئ د فلاني شي په اړه ( په غوسه ) يم.

کله چې متوجه شوئ چې په ذهن کې مو د يو څه نه شکايت کوئ، نو بيا ځلې خپلو تصوراتو په اړه فکر وکړئ. ايا پېښو ته منفي فکر کوئ، په داسې حال کې څه ډول چې فکر کوئ هغسې به نه وي؟
پروا نه کوي، د همغې موضوع په اړه بيا ځلې فکر وکړئ، ويې څېړئ، د څو اړخونو څخه يې مطالعه کړئ. کېدی شي د هغې موضوع په اړه مو فکر واوړي. يانې موضوع څو څو ّځلې يې ورازوئ.

– د منفي عبارتونو پر ځای پوښتنې وکړئ
منفي عبارات لکه؛ ( زه نشم کولی، دا کار ترسره کړم ) يا ( دا ناممکنه ده ) … ډېر زيان زېږوونکي دي، ځکه چې ستاسو فشار لوړوي او د دې لامل ګرځي چې تاسو دې د حل لارې پسې ونه ګرځئ.

بيا ځلې چې متوجه شوئ چې منفي افکارو مو په ذهن تېری کړی، نو هغه منفي عبارات په پوښتنو واړوئ. کولی شئ چې د پورته منفي غونډلو پرځای دا جملې وکاروئ:
( څنګه کولی شم د دې کار په ترسره کولو کې بريالی شم؟) يا هم ( دا کار به څنګه ممکن وي؟)

اخذليک: funha.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی