د ګټې خبرې روغه سټه

پر بربنډو فلمونو اعتياد او د خلاصون لار

 

په وروستيو کلونو کې ځينې په دې تېروتنه چې ګواکې د دغسې وېډيوګانو په کتلو ورته ځان ماډرن ښکارېده او ځينې يې د ټولنيزو محروميتونو له امله د بربنډو وېډيو کليپونو په کتلو معتاد شول چې اوس يې په ټولنه کې يوه لويه ستونزه را ولاړه کړې ده.

په دې برخه کې يوازې وېډيو کليپونه نه دي، بلکې د لوڅو او بربنډو عکسونو، تر نيم ساعت د اوږدو فلمونو او کتابونو پرېماني، ځينې هغه ځوانان او نجونې هم له لارې ايستلي چې ودونه لري، خو بيا يې هم د يوې خيالي اړيکې له‌پاره د ژوند له ملګري سره مخه ښه کړې ده او ورځ تر بلې ځان غرقوي.

له بده مرغه پر دغسې فلمونو او عکسونو اعتياد يوازې په نارينه، يا يوازې په ښځه پورې اړه نه لري، بلکې دواړه ورباندې روږدي کېږي او په ډېری سيمو کې خو کيسه تر داسې ځايه رسېدلې ده چې داسې مېرمن او خاوند به نه وي چې له دوی څخه، يو يې د لوڅو فلمونو په کتلو معتاد نه وي.

دغه اعتياد د کورنۍ په ماشومانو هم بد اغېز پرېباسي او په راتلونکي کې په غيرشعوري توګه په لوڅو فلمونو متعاد ماشومان ټولنې ته راوځي.

کله چې نارينه يا ښځه د دغسې فلمونو په کتلو روږدي کېږي، تر هر څه لومړی يې د ژوند له ملګري څخه زړه ورټولېږي. د دوی په خيال کې يو اډيال نارينه يا اډياله ښځه هماغه د فلمونو ښځه وي او بيا له خپلې مېرمنې يا خاوند سره د تېر په څېر اړيکه نه شي ساتلای، که يې ساتي هم، هماغه غوښتنې ورڅخه لري چې يوازې د بربنډو فلمونو لوبغاړي يې پوره کولای شي او دا د هر انسان د وس خبره نه ده. په نتېجه کې کورنی ژوند له همدې ځايه د خرابېدو پر خوا ځي.

پر بربنډو فلمونو معتاد به څنګه پېژنو؟

که مو خاوند يا مېرمن او يا ملګری پرته له کوم معقول عذر څخه، له تاسې سره اړيکې سړوي، لږ درسره پاتې کېږي، زيات وخت يې سروکار له کمپيوټر يا موبايل سره وي، د جنسي اړيکې پر مهال درڅخه نابلده غوښتنې ولري، يا يې مخکې درسره په شواروز کې څو واره جنسي اړيکه ټينګوله، اوس يې نه‌شي کولای، پوه شئ چې مقابل اړخ د اعتياد مرحلې ته رسېدلی دی.

له معتاد سره څه وکړو؟

که پوه شوئ چې خاوند يا مېرمن مو په دغه اعتياد اخته ده، د دې پر ځای چې و يې رټئ، زړه ورنږدې کړئ. هغه مهال چې پوه شئ چې زړه يې جنسي اړيکې ټينګولو ته کېږي، تاسې اقدام وکړئ. هڅه وکړئ چې له مقابل اړخ سره د جنسي اړيکو نيولو کچه ورو ورو زياته کړئ. باور ولرئ چې حقيقي جنسي اړيکه په لسګونو ځله تر خيالي هغې ډېره ښه ده.

په دې سربېره فکر وکړئ، کېدای شي ستاسې د ژوند ملګری له يوې بلې ستونزې کړېږي، هغه پيدا کړئ، خبرې ورسره وکړئ او د حل لار يې ولټوئ.

که بيا هم ډاډه واست چې د بربنډو فلمونو په کتلو متعاد دی، هڅه وکړئ هغه وخت چې هغه يوازې وي، په څنګ کې يې و اوسئ، له اولادونو سره مينې ته يې وهڅوئ او کوښښ وکړئ د دين او مذهب په برخه کې يې لېوالتيا زياته کړئ.

#سرخط ورځپاڼه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */