لوبې

پریټي زینټا او سیف علي خان IPL کې کیمنټري کوي

هندي رسنۍ وايي دغه دواړه فلمي ستوري به د IPL د لسم پړاو د پیل په لومړۍ لوبه کې چې د اپریل په پنځمه (نن) ترسره کیږي کمينټري وکړي.

د بالیووډ ددې دوه ستورو جوړه د سینما په تېر کې خورا مشهوره وه او په ډېرو فلمونو کې سره یو ځای لوبیدلي دي.

پریټي زنټا او او سیف علي ډېره موده وروسته سره یو ځای لیدل کیږي، خو په فلم کې نه؛ بلکې د هندوستان په کورنیو لوبو IPL کې، د لسم پړاو د لومړۍ سیالي کمینټري به یو ځای کوي.
IPL د نړۍ د کریکټ لیګونو څخه مشهوره سیالۍ دي چې ان له ۲۰۰۸ کال راهیسې هر کال په هندوستان کې ترسره کیږي.

د ۲۰۱۷ کال سیالۍ يې لسم پړاو دی او دا پړاو به يې نن ( د اپریل پر پنځمه) مازیګر شاخوا پنځه بجې د بالیووډ د فلمي ستورو تر څنګ د برتانوي ماډل ایمي جیکسن په شتون کې پیل شي.

د پیل په ورځ به د حیدر اباد او د بنګلور لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

دغو لوبوته پنځه افغان لوبغاړي نوماندان وو، خو یوازې دوه لوبغاړي تري واخستل شول. دواړه لوبغاړي محمدنبي او راشد خان پدغه لوبو کي د سنریزر حیدراباد لوبډلي په ګټه سیالۍ ترسره کوي.

په سږني ای پی ایل سیالیو کي اته لوبډلي ګډون لري او نړی مختلفو هیوادونو څخه په کې لوبغاړي غوره شوي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */