لوبې

پرون کرکټ ملي الف لوبډلې د آسیا په ایمرجینګ کپ سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه په بریا سره ترسره کړه

د افغانستان کرکټ ملي الف لوبډلې د لومړۍ پنځوس اوریزې لوبې پېل په بریا سره وکړه، پرون د افغانستان کرکټ ملي الف لوبډلې د مالیزیا په خلاف لومړۍ توپوهنه وکړه چې د لوبې د پېل لپاره دوه افغان اُپنران عثمان غني او شاهدالله مندوزی میدان ته راښکته شول؛ که څه هم عثمان غني او شاهدالله په لومړیو کې خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې، چې له ډلې یې عثمان غني د ۱ یوې منډې ورورسته او شاهدالله مندوزی بیا له ۶ منډو وروسته ، مالیزیا یي توپویشتونکو ته تسلیمي ورکړه، خو احسان الله پرون نه تسلیمدونکي لوبه ترسره کړه، نوموړي د افغانستان ملي الف لوبډلې پېل بیخي ښه کړ؛ او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۰۸ منډې جوړې کړې، چې په لوبه کې یې ۱۰ څلورېزې هم شاملې وې، خو نوموړی د همدې منډو جوړولو وروسته ټپي شو.

د احسان الله ترڅنګ بیا افغان ویکټ ساتونکي منیر احمد هم پرون بهترینه لوبه وکړه؛ نوموړي په ۹۷ توپونو ۹۰ منډې جوړې کړې، نجیب الله ځدراڼ هم پرون ښه توپوهنه وکړه او نوموړي ۳۳ منډې جوړې کړې، ګل بدین نائب ۱۲، لوبډلمشر شفېق الله شفق بیا ۶ منډې جوړې کړې.

په پرونۍ لوبه کې ۱۵ اضافه منډې هم ورکړل شوې وې، چې ددې سره افغان کرکټ ملي الف لوبډلې د آسیا په ایمرجینګ کپ سیالیو کې مالیزیا ته د ۲۸۵ منډو هدف په واک کې ورکړ.

د لوبې د هدف د ترلاسه کولو په موخه دوه مالیزیايي لوبغاړي د توپوهنې لپاره میدان ته راښکته شول؛ خو افغاني توپویشتونکو د مالیزیا د پېل لوبغاړي ښې توپوهنې ته پرې نه ښودل؛ خو شفق شریف مالیزیايي لوبغاړي بیا د افغان توپویشتونکو په خلاف ۳۳ منډې وکړې، خو بالاخره مالیزیايي لوبغاړو خپله وسله یې په ځمکه کېښودله او خپل ټول لوبغاړي په ۱۲۹ منډو کې له لاسه ورکړل، او ماتې یې ومنله.

د افغان توپویشتونکو له لورې ډیریو یې بیا ۲ دوه ۲ دوه لوبغاړي وسوځول؛ نوین الحق، افتاب عالم، ګل بدین نائب، او شرف الدین اشرف هغه افغان توپویشتونکي وو چې په ننۍ لوبه کې یې د سیالې لوبډلې ۲ دوه ۲ دوه لوبغاړي وسوځول. خو ضیاء الرحمان اکبر بیا ۱ یو لوبغاړی وسوځاو.

په پرونۍ لوبه کې د ملي لوبډلې ۳ درې پیاوړو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه، لوبډلمشر شفېق الله شفق، چپ لاسی نجیب الله ځدراڼ او ګل بدین نائب هغه افغان لوبغاړي و چې پرون په ملي الف لوبډله کې ولوبېدل.

میرویس اشرف او ګل بدین نائب هغه ۲ افغان لوبغاړي دي چې دواړه په یو پوسټ کار کوي، خو په دې وروستیو کې میرویس اشرف د کرکټ بورډ د وېنا له مخې ټپي دی؛ او پرځای يې ۲۶ کلن ګل بدین نائب لوبیږي.

د یادولو وړ ده چې پرون هم دآسیا په ایمر جینګ کپ سیالیو کې ۳ درې لوبې ترسره شوې، چې نن به هم ۳ لوبې ترسره شي.

د یادولو ده چې په پرونۍ لوبه کې د افغان کرکټ ملي الف لوبډلې لوبډلمشر شفېق الله شفق او د مالیزیا کرکټ ملي الف لوبډلې لوبډلمشر احمد فیاض و.

ددې سره افغانستان د آسیا ایمرجینګ کپ سیالیو په (الف) ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ. خو په (بي) ګروپ کې بیا بنګلدیش لومړی مقام لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */