بریا او پرمختګ سیاست کلتور او هنر

پرلت خیمو، هیلې راټوکولي او د سوله ییز انقلاب پر لور ښه ګام بلل کیږي

راپور: محمد عزيز پردېس

پرلت يانې پرلتۍ ( پلتۍ ) او پرلتۍ په پښتو ژبه کې د کښېناستلو يو ډول ته وايي، چې فارسي ژبي يې ( چهارزانو نشستن ) بولي.

د پرلت نوم وروسته له هغې په خواله رسنيو کې مشهور شو چې کله په پاکستان کې پښتون ځوان نقيب الله مسيد د پنجابي پوليسو لخوا په بې رحمانه ډول ووژل شو او خلک يې په غبرګون کې په پراخو لاريونونو او پرلتونو لاس پورې کړ.

د مشال، نقیب الله مسيد او د سلهاو نورو پوښتنو ځوانانو ګونګو وژلو او په پښتونخوا کې د پنجاب ادارې ظلمونو نور د خلکو د صبر کاسه لبريزه کړه او دوی دې ته اړ شول چې کوڅو او بانډو ته راووځي او د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره دې سره منسجم شي.

شهید نقیب مسید

د همدې تحولاتو سره سم دلته په هلمند کې هم د يو بمي بريد څخه وروسته د خلکو غوسه راوپارېده، چې په ترڅ کې يې يوشمېر با احساسه هنلمنديانو د پرلت خېمه رامنځ ته کړه. دوی د همدې خېمې له ادرسه د جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند اعلان کړئ، جنګ ودروئ، نور مونږ له دې ځانځاني جګړې ستړي يو.

د ننګرهار پرلت خیمه

همدا وه چې دې کړنې رنګ واخېست، په پلازمېنه کابل کې هم د يوه لاريون په ترڅ کې د يوشمېر فعاله ځوانانو او مشرانو له لوري د افغان وژنې ضد او په پښتونخوا کې د پښتنو د لاريونونو په ملاتړ د پرلت خېمه ودرول شوه.

کابل پرلت

د کابل او هلمند پرلت خېمو څخه په الهام اخېستلو دا لړۍ د هېواد ګوټ ګوټ ته وغېځېده. دمګړۍ په کابل، هلمند، زابل، کندهار، ننګرهار، هرات، کندز، بلخ، نيمروز، لغمان، پروان، پکتيا، خوست، پکتيکا … ولايتونو کې د پرلت خېمې ولاړې دي او هره ورځ ورته د مختلفو سيمو څخه ډلې ډلې خلک راځي، خپل ملاتړ ترې اعلانوي او د سولې دا غږ بدرګه کوي.

بلخ پرلت

ميوند ارين د کابل پرلت خېمې يو تنظيموونکي، د ياران سره په خبرو کې داسې وويل:

«د کابل پرلته خېمه او د هېواد په نورو ولايتونو کې رامنځ ته شوې د پرلت خېمې د خپلواکه او با احساسه ځوانانو له لورې ادراه کېږي، د هېڅ ګوند، حزب او چا پورې اړه نه لري، دا خېمې د ولس لخوا رامنځ ته شوي او هر افغان کولی شي پرته له کومې وېرې دلته راشي او د روانې مبارزې د لاپياوړتيا په موخه په ازاده توګه خپل نظريات شريک کړي او په د ملي پروسه کې د نورو ترڅنګ ودرېږي.»

ازاد خبريال او د بلخ پرلت يو تنظيموونکی، ښاغلی ذبيح الله احساس، روانو پرلتونو ته هيله من دی. ښاغلی احساس وايي:

«روان پرلتونه د هېواد د ښې راتلونکې لپاره يو ښه زېری دی، په افغان ځوانانو کې د دغه ډول فکر رامنځ ته کېدل، يوه مثبته انګېزه ده. دغه پرلتونه د مينې او محبت دېرې دي، د ژوند ښودلو لارې دي، دا بايد وستايل شي او دوام ورکړل شي. که دا پرلتونه همداسې دوام ومومي او لړۍ يې ټولو ولايتونو ته وغځېږي، نو پرته له شکه چې پايله به يې ډېره ګټوره وي او د جنګ ښکېل اړخونه او نړيوال به دې اړ ته کړي چې په خپلو تګلارو بياکتنه وکړي.»

په ټولنيزو رسنيو کې هم د يادو پرلتونو په ملاتړ غښتلي کمپاينونه دوام لري، د ټولنزو رسنيو فعال ښاغلی شعيب رحيم له ټولو فعاله ځوانانو غواړي چې د فېسبوک ترڅنګ دې په ټوېټر کې هم د روانې مبارزې په ملاتړ فعال واوسي، ځکه د دې مبارزې غږ بايد د نړيوالو تر غوږونو هم ورورسېږي.

که څه هم د کابل او خوست په پرلتونو بريدونه هم وشول، چې د کابل پرلت خېمې د بمي بريد په ترڅ کې يو تن شهيد او څو تنه ټپيان شوه، خو بيا هم دې بوګنوونکو پېښو روانه مبارزه ټکنۍ نه کړه او ورځ تربلې دا غږ مخ پر پراخېدو دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی