کرنه او طبیعت

پخوانی والي – محمد نعمان دوست

دا لیکنه سرخط ورځپاڼې خپره کړې

راوي خوندور نکل شروع کړی و او زه ورته غوږ غوږ وم. نکل د هغې زمانې و چې لا «غوایان» نه وو مست شوي، لا «قطبي» خرس زموږ پر مقدسه خاوره خونړی پل نه و ایښی، لا «تنظیمونو» زموږ د هېواد شتمنیو ته خوله نه وه پرانیستې او لا موږ په څو کسانو کې یاد خلک وو او اب مو پر ځای و.

نکلچي د کوم شمالي ولایت کیسه کوله، غالباً سمنګان یې یاداوه. د پيستو او بادامو د وطن ذکر یې کاوه. راوي ویل چې والي یو ناڅاپه د خپل زوی د مرګ اعلان وکړ. خلک هک پک شول، والي د جنازې وخت وټاکه او بیا په هماغه وخت خلک راټول شول. صفونه برابر شول، خو مخکې له دې چې نیت وتړل شي، والي خلکو ته مخ ور واړاوه او يې ویل؛

تاسې خو زما د نیازبین زوی مخ وګورئ!

خلک کټ ته نږدې شول، والي د کفن غوټې خلاصې کړې او بیا د پيستې شین ښاخ ټول هک پک کړل.

والي ویل، دا ښاخ داسې وګڼئ لکه زما زوی. دا چا مات کړی، لکه زما د زوی ملا چې یې ماته کړې وي، لکه زما زوی چې یې وژلی وي، که بیا چا بل ښاخ مات کړ نو همداسې یې ماتوم!

خلک ټول حیران ولاړ وو، په خلکو کې جرات نه وو، خلکو له شرمه کوز کتل او خلکو د نصوحا توبه وایستله.

راوي کیسه کوله؛

خو زه بله خوا تللی وم. ما د پيستو پر ونو د تبرونو د وارونو ټکا اورېده چې په هر وار یې ونه له وېرې رېږدېده. ما لیدل چې د دغه ولایت ۷۰ زره هکټاره د پيستې ځنګلونه څنګه تر نیمايي هم را کم شول.

دا یوازې سمنګان نه دی، چېرته چې ځنګل دی د تبرونو غږونه ترې راځي، د خوست ځنګلونه په خطر کې دي، په ختمېدو دي. په کونړ کې له لسیزو راهیسې د نښترو قتل‌عام شروع دی. تک شنه غرونه په سپېرو ډاګونو بدلېږي. ژوي او مرغان د انسانانو له وحشته په منډه دي، د هر نښتر له غورځېدو سره ځناور چیغې کړي او په ډنډ سترګو تښتي.

لکه ټول وطن چې ځنګل وي، لکه دلته چې مدني انسانان نه وي، لکه دلته چې د نظم او قانون په نوم هیڅ نه وي او لکه دلته چې هیڅ برخه هیڅ مسوول نه لري.

دلته ټول مسخره‌چیان راټول شوي، هره ورځ نوې نوې مسخرې کوي، خو د دوی مسخرې خلکو ته خندا نه‌شي ورکولای، بلکې پر ټپونو یې مالګه شیندي.

وګورئ تازه مسخره، د اساسي قانون کالیزه نمانځي، خو د نورو مادو په څېر پر پنځلسمه ماده هم له چټلو بوټانو سره ولاړ دي. دا ماده خو دولت مکلف ګڼي چې د ځنګلونو د ساتنې او ښه‌والي له‌پاره لازم تدابیر ونیسي، خو دلته په ځنګلونو کې د برقي ارو مردار غږ شور جوړ کړی، هره ورځ د نښترو جنازې روانې دي او هره ورځ له بې‌وسه غرونو لکه د «ابو غریب» او «ګوانتانامو بنديان» جامې ایستل کېږي.

دلته د انسانیت یوازېنۍ نښه په دوه پښو ګرځېدل دي، د مخ بڼه ده، نور یې ټولو اوصافو کډه کړې. دلته له وطن سره لکه د جنګي اسیر هسې چلند کېږي، شرموي یې، کړوي یې او سپېره کوي یې.

جګړې، له موږ ټول ارزښتونه واخیستل. موږ د نورو له‌پاره وطن وران کړ او ورانوو یې. دې کاروبار له موږ د وطن‌پالنې جذبه ومروړله. په موږ کې یې وطني احساسات کنګل کړل.

ځنګلونه د طبعیت قیمتي ډالۍ دي. دا له لوټمارانو ژغورل غواړي، دا ژغورنه ملي روحیه غواړي او دا ژغورنه هغه وخت ممکنه ده چې هر والي لکه د سمنګان پخوانی والي هره ونه خپل اولاد وګڼي او له وهونکي سره یې داسې چلند وکړي لکه د زوی قاتل چې یې وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */