لوبې

پاکستان یو ځل بیا ویسټ انډيز مات کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د خپل سفر په څلورمه شل اوریزه لوبه کې پرون د اپریل په ۲ دوهمه ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

پرون د لوبې ټاس پاکستان ګټلې و او په خپله یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

ویسټ انډيز د توپوهنې لپاره د بېل خپل دوه لوبغاړي راښکته کړل؛ خو په کریيس کې تر ډېره پاتې نه شول، او د پېل توپوهونکو په شمول یې راتلونکو توپوهونکو ته هم کږه لاره پرېښوده.

د ویسټ انډيز توپوهونکو له لورې، والټن په ۴۰، برات وایټ په ۳۷، سمیولس په ۲۲، ناراین په ۹، اي لیویس په ۷ فولارډ په ۳، محمد په ۱ او هولډر بیا په ۰ صفر خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

بلاخره ویسټ انډيز د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو شل اورونو کې په ۶،۲۰ رنځ رېټ په درلودلو سره د ۱۲۴ منډو هدف د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په واک کې ورکړ.

د پاکستاني توپویشتونکو له لورې عماد وصیم ۴ اورونه ترسره کړل؛ ۲۵ منډې یې ورکړې وې، ۱ یو لوبغاړی يې سوځولی وو، ۳ څلوریزې او ‍۱ یوه شپږیزه پرې لږیدلې وه، او کوم میډن اور یې هم نه وو ترسره کړی.

حسن علي بیا بهترینه توپویشتنه ترسره کړه، نوموړي ۴ اورونه ترسره کړل؛ او د منډو په ورکړه کې بیخي کنجوس ښکارېده، او په ترسره شویو ۴ اورونو کې یې ۲ اورونه میډن کړي وو؛ ۱۲ منډې ورکړې وې، او ۱ یوه شپږیزه پرې هم وهل شوې وه.

رومان رئیس بیا ۴ اورورنه ترسره کړل، ۲۵ منډې یې ورکړې، ۱ یو لوبغاړی یې هم له مخې پورته کړی وو، ۲ شپږیزې پرې لږېدلې او یو میډن اور یې هم ترسره کړی وو.

وهاب ریاض هم ۴ اورونه ترسره کړل؛ خو په منډو کې کنجوسي ونه کړه، او ۴۴ منډې یې ورکړې، ۱یو لوبغاړی یې هم سوځولی وو، ۲ څلوریزې او ۴ شپږیزې پرې هم وهل شوې وې، او کوم میډن اور یې هم نه وو ترسره کړی.

شهاب خان هم بهترینه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي ۴ اورورنه ترسره کړل او ۱۶ منډې یې ورکړې، دوه لوبغاړي یې سوځولي وو، ۱ یوه شپږیزه پرې وهل شوې وه، او کوم میډن اور یې هم نه وو ترسره کړی.

په توپوهنه کې د پاکستاني توپوهونکو له لورې احمد شهزاد بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ۴۵ توپونو یې ۵۲ منډې یې جوړې کړې، چې په لوبه کې یې ۱ یوه شپږیزه او ۶ څلوریزې هم شاملې وې. بابر اعظم بیا ۳۸، منډې جوړې کړې؛ چې په لوبه کې یې ۱ یوه څلوریزه او ۱ یوه شپږیزه هم شامله وه. له شهزاد او بابر وروسته کامران اکمل بیا ۲۰ مندې یې جوړې کړې؛ خو شعیب ملېک په ۸ او سرفراز بیا ۳ منډو ناټ اوټ پاتې شول.
ددې سره پاکستان په ۷ ویکټو او ۶ توپونو د څلورمې شل اوریزې لوبې بریا ترلاسه او سیریز یې د ۱/۳ خپل کړ.

دلوبې غوره لوبغاړی حسن علي ونومول شو چې په ۴ اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې وې، او د سیالې لوبډلې ۲ پیاوړي لوبغاړي هم سوځولي وو. خو د سیریز غوره لوبغاړی بیا شهاب خان ونومول شو.

هېره دې نه وي چې په همدې لوبه کې جي او برات وایټ او جی اس وېلسن د میدان لوبڅارانو او ان دوګاید بیا د ټي وي لوبڅارۍ دنده په غاړه لرله.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د رسمي سفر په لړ کې د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې سره یو ورځنۍ سیالۍ هم لري چې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه به یې د مارچ په ۷ مه نېټه او دوهمه یو ورځنۍ لوبه به یې د ماچ په ۹ نهمه نېټه ترسره شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */