سپورټ

پاکستان کې د شهزاد لوبیدو غبرګونونه را پارولي دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې بریدګر پیلیز لوبغاړی شهزاد محمدي په ټولنیزه شبکو کې د توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ویل کیږي شهزاد محمدي، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو څخه هېواد ته راستون شوی، بیرته پاکستان ته رسیدلی دی او د یو ځایي کلب لوبډلې سره لوبیدلی، چې په ټولنیزه شبکو کې انځور او ویډیو هم خپره شوې ده.

دې کار په کور دننه او بهر کې د کرکټ مینه والو او مبصرینوو توند غبرګونونه هم را پارولي دي او په افغان کرکټ بورډ یې د بې پروايي تور پورې کړی دی، چې ولې خپلو لوبغاړو ته په دغه ډول سیالیو کې اجازه ورکوي.

شهزاد محمدي په کرکټ کې د منع شویو درملو د استعمال له کبله د دوه کلن بندیز څخه وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا په نړیواله درجه بندۍ کې ۹ مقام درلود، چې د بندیز په موده کې یې دغه مقام هم بایللی و، خو بیرته لوبډلې ته په راستنیدو او وروستیو ښو لوبو په ترسره کولو سره یې په ۲۰ اوریزه سیالیو کې ۹ ځای خپل کړی دی.

په ټولنیزه شبکو کې د کرکټ افغان مینه وال وايي، نه باید دغه ډول لوبغاړی په ځايي کلب لوبو کې ولوبیږي، ځکه چې د هغه امنیت پکې خوندي نه وي او ورته پکې زیان رسیدلی شي.


افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو لپاره (NOC) لري ؟

د هر هېواد کرکټ بورډ د قرار داد شویو لوبغاړو لپاره ( NOC= No Objection Certificate ) لري، دا په دې معنی چې دغه ډول لوبغاړو ته به په هر ډول سیالۍ کې اجازه نه وي او د کرکټ بورد د رسمي اجازې سره به په یو لیګ یا سیالیو کې لوبیږي.

خو زات شمیر د کرکټ مبصرین او پوهان د کرکټ بورډ په اوسنۍ رهبرۍ د غیرې مسلکیتوب تور پورې کوي او وايي، چې شاید (NOC) سره بلدتیا هم ونلري او که یې لري، نو ولې ترې لوبغاړي خپلسري کوي ؟

دا لمړی ځل نه دی، چې شهزاد محمدي یوازې په دغه ډول سیالیو کې لوبیدلی او د هېواد والو د توندو غبرګونونو سره مخ شوی وي؛ بلکې له دې وړاندې هم د ملي لوبډلې ډیری لوبغاړي په پاکستان کې د کلب لوبډلو سره لوبیږي، خو مینه وال یې دغه کار ځکه غندي، چې یو خو له هېواده بهر لوبیږي او بل دا چې د داسې ډول نړیوال لوبغاړو لپاره په کلب لیول کې لوبیدل ښه خبره نه وي.

خپله شهزاد محمدي او یا د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی