اقتصاد

پاکستان وايي چین ته خره صادروي؛ ټولنیزو رسنیو کې دې اعلان رسوايي جوړه کړه

په خیبر پښتونخوا کې وروسته له هغې خلکو پر پاکستاني چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې ملنډې پیل کړې چې د خیبر پښتونخوا حکومت وویل، چین ته یې د خرو د صادرولو د یوې موافقې پر سر په همدې میاشت کې له چینايي چارواکو سره په ټولو شرایطو هوکړې ته رسیدلي دي.

بي بي سي اردو په دې اړه د چین سره د پاکستان د لویې لارې د پروژې په اړه د پاکستان د حکومت پر یوې رسمي ویب پاڼې خپاره شوي بیان ته اشاره کړې چې وايي په چین کې د خرو د تقاضا د زیاتیدو په خاطر د پاکستان ایالتي حکومت ( چین سره د خرو د پراختیا پروژې ) په نوم یو پرواګرام جوړوي چې پرې به میلونونه ډالر ولګول شي.

ددې پروژې له مخې به د پاکستان ایالتي حکومت د خرو د شمیر د زیاتیدو لپاره ځانګړې انتظامات کوي او په دې برخه کې به له نوې ټیکنالوژۍ هم کار اخلي.

د پاکستان د حکومت په بیان کې دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې خرو ته په څارویو کې څوک په ښه سترګه نه ګوري خو په چین کې یې ځکه زیاته تقاضا ده چې هلته د خرو له څرمنې څخه په ځینو درملو کې کار اخلي.

د پاکستان ایالتي حکومت ویلي، ددې پروژې له مخې به ګڼو بې روزګارو کسانو د خرو په کاروبار کې روزګار پیدا شي.

خو د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د حکومت پر دې اعلان بیلابیل ډوله مسخرې پیل کړی او د حکومت د اعلان یې شرمونکی بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارکونکي په طنزي انتقادونو کې ویلي چې د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت په فکر کې ددې سیمې د ترقۍ لپاره ولې د خرو د کارو بار فکر راوګرځیده؟ ایا کومه بله ښه منصوبه نه شته چې دا سیمه ورسره ترقي وکړي؟

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */