سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستان هم په اسیا جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

د کرکټ اسیايي شورا لخوا د ۱۴ م پړاو اسیا جام ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره خپله لمړۍ بریا خپله کړه.

په دې دویمه سیالۍ کې هانګ کانګ لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې د اعزاز خان له نورو زیاتو د ۲۷ منډو پر مټ ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا په توپ وهنه کې د فخر زمان وروسته امام الحق د لوبې تر پایه پاتې شو او د ۵۰ ناسوځیدلو منډو پرمټ یې هانګ کانګ ته په اسانۍ سره د لوبې په ۲۴ م اور کې ماتې ورکړه.

د پاکستانۍ لوبډلې لخوا عثمان شینواري ۳، خو د هانګ کانګ لپاره دوه لوبغاړي احسان خان وسوځول.

په دې سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې د بریا په خپلولو سره دویم پړاو یا د «سوپر فور» مرحلې ته ځان نږدې کړ.

بل خوا د روان جام سیالیو په دریمه لوبه کې سبا افغانستان د سریلنکا خلاف سیالۍ کې مخ دی، چې سریلنکا د لوبې په بایللو سره د روانو سیالیو څخه کور ته رخصتیږي، خو د بریا په خپلولو سره دویم پړاو ته د ورتګ هیلې ژوندۍ ساتلی شي، خو د بنګله دیش او افغانستان اندیښنې زیاتولی شي.

د دغه جام سیالیو په لمړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، هانګ کانګ او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلنکا، او بنګله دیش ځای شوي دي.

د ۱۴ م پړاو دې اسیا جام دا لوبې به د ۱۴ ورځو دوام وروسته د همدې سیپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی