ژوند او ژواک

پاکستان له داعش څخه په ویره کې دی

د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر خپل هیواد ته د داعش د خطر په اړه اندیښنه ښکاره کړې.

نوموړي په واشنکټن کې وویل، چې که څه هم په پاکستان کې د داعش فعال حضور نشته، ولي په افغانستان کې د داعش موجودیت د پاکستان لپاره جدي ګواښ دی.

ښاغلي جیلاني وویل، چې ددوې مبارزه د طالب او القاعده په وړاندې هم په جدي ډول په مخ روانه ده.

نوموړي وویل، چې د ترویریزم په وړاندې د متحده ایالاتو او پاکستان ګډه مبارزه به تروریستان له پښو وغورځوي.

د متحده ایالاتو لپاره د پاکستان سفیر دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې افغان دولت او د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو پاکستان د تروریزم په ملاتړ تورن کړی.

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې پاکستان د افغان دولت ضد وسله والو او مخالفینو ته وسلې او مالي مرستې برابروي.

په همدې تړاو پرون په زرګونو کسانو کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراض وکړ او دا هیواد یې د افغانستان په وروستیو بریدونو کې په لاس لرلو ملامته کړ.

اعتراض کونکو په کابل کې د پاکستان د سفارت د تړلو غوښتنه کوله.

تر دې اعتراض وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا هم یو ځل بیا تینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن دی.

دا هغه خبره ده چې پاکستان په تیرو شلو کلونو کې بیا بیا تکرار کړې خو د ګڼو افغانانو په باور یو ټکی باور او عمل یې هم پرې نه دی کړی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */