سپورټ

پاکستان د پیسو په لالچ کې ګیر ویسټ انډیز څخه زور وویست؛ نړیوال ریکارډ یې هم پرې جوړ کړ!

لیکنه: احسان الله ساپي

د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کراچۍ کې د ۳ شل اوریزه سیالیو لړۍ پلان شوې وه، چې پکې کوربه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته بد ترینه ماتې ورکړې.

د ۲۰۰۹ م کال راهيسې پاکستان کې د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړو د ځان وژونکي برید وروسته هیڅ کومه بهرنۍ لوبډله پاکستان ته د ورتلو اراده نلري، خو پاکستانی کرکټ بورډ او حکومت یې په دې هڅه کې دی، چې نړیوال کرکټ بېرته پاکستان ته یوسي.

په دې وروستیو کې د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي د ویسټ انډیز کرکټ بورډ مسولینو سره هوکړې ته ورسیدل، چې د تیر ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله لوبډله پاکستان ته دعوت کړي.

پاکستاني چارواکو د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د پیسو په لالچ کې راګیر کړل او د ۳ شل اوریزه سیالو د ترسره کیدو لپاره یې پاکستان ته د ورتګ خبر ورکړ، خو د لوبډلې پیاوړو لوبغاړو پاکستان ته د ورتګ څخه انکار وکړ او پر ځای یې نوي لوبغاړي چې حتیَ په نړیوال کرکټ کې یې یوه سیالۍ هم نه وه ترسره کړې؛ په لوبډله کې شامل کړل.

د دواړو ویسټ انډیز او پاکستان د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د لمړۍ سیالۍ پیل د روانې اپریل میاشتې په لمړۍ نېټې سره وشو، چې پکې پاکستانۍ لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډيزي بالرانو څخه زور وویست او د ۲۰۴ منډو هدف یې ورکړ، خو په ځوابې لوبه کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله یوازې په ۶۰ منډو سره وسوځیده او د ستر توپیر ماتې ترڅنګ یې په نړیوال کرکټ کې د کمو منډو جوړولو د ریکارډ په لیست کې هم ځان شامل کړ.

په دویمه سیالۍ کې هم پاکستان ویسټ انډیز ته د ۲۰۶ منډو ستر هدف ورکړ، چې ویسټ انډیزۍ لوبډله یې د ځواب نه وه او د ۱۲۳ منډو جوړلو وروسته یې ټوله لوبډله وسوځیده.

همدا راز دواړه لوبډلې په وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې هم سره مخامخ شوې، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې د بریا توان نه درلود او سیریز یې ۳ د ۰ مقابل کې په ماتو سره پای ته ورسوو، چې د کرکټ په ډګر کې ورته کلین سویپ ویل کیږي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي و، هغه لوبغاړي چې د لوبډلې سره پاکستان ته سفر کوي هر یو لوبغاړي ته به (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره امریکايي ډالر ورکوي.

له بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ هم خبر ورکړی و، چې د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره مل هر یو لوبغاړي ته پاکستان ته د سفر په بدل کې به (۱۵۰۰۰) پنځلس زره امریکايي ډالر ورکوي، خو ویسټ انډیزي لوبغاړو هر یو کریس ګیل، ډواین سمیت، ډواین براوو، کیرن پولارډ، اوسني لوبډلمشر جیسن هولډر، ایوین لیوس، سونیل ناراین او نورو پیاوړو لوبغاړو بیا هم پاکستان ته د ورتګ څخه انکار وکړ، چې ویسټ انډیزي کرکټ بورډ یې به نه ورتګ کې تاوان وکړ، ځکه چې لوبډله یې د سختو ماتو او ورباندې د ریکارډونو جوړلو سره مخ شوه.

دا چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د زرګونه ډالرو لالچ ورکړی و، نو دا چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ به څومره ډالر د پاکستان څخه ترلاسه کړي وي، څه نه دي ویل شوي.

دا لمړی ځل نه دی چې پاکستان کرکټ بورډ بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته د د لکونو ډالرو په بدل کې راغواړي؛ بلکې له دې څو کاله وړاندې یې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته د پاکستان لاهور ته په ورتګ ۵۰ لکه ډالر ورکړي وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی