سپورټ

پاکستان د نیوزیلینډ په جال کې ګیر دی !

د پاکستان او نیوزیلینډ تر منځ د کرکټ په پیل شوي ۵۰ اوریزه سیریز یا لړۍ کې د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې پاکستانۍ لوبډله په مسلسل څلورو سیالیو کې ماته کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې جنورۍ میاشتې د ۶ مې نیټې څخه د ۵ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ پیل شوې ده، چې د د همدې میاشتې تر ۲۸ مې نېټې پورې به دوام وکړي.


د نیوزیلینډ په کوربه توب د پیل شوي سیریز لوبو په لړ کې که څه هم د پاکستان کرکټ ملي لوبډله کې بیلابیل بدلونونه راغلل، خو په هیڅ سیالۍ کې یې د پاکستان ملي لوبډلې ته بریا ورنکړه.
د دې لوبو په روانې لړۍ دریمه سیالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې د کمو منډو په سوځیدو ریکارډ هم خپل کړ، چې ټوله لوبډله په ۷۴ منډو سره وسوځیده.
د پاکستانۍ لوبډلې په روانې کارکردګۍ د پاکستاني رسنیو، پخوانیو لوبغاړو او یو شمیر مبصریینو هم اندیښنې را پیدا شوې دي. دوی په لوبډله کې پر یو شمیر لوبغاړو هم انتقاد کړی دی، چې له ډیر وخت راهیسې یې ناسمه لاسته راوړنې نه دي لرلي.
پخواني لوبغاړي او اوسني مبصر رمیز راجا په لوبډله کې مشران لوبغاړي پړ ګڼلي دي، د پاکستان پخواني کیپتان یونس خان بیا اوسنی کیپتان ګرم ګڼلی دی، نوموړي ویلي دي، لوبډلمشر دې خپلو چارو او مسوولیت ته پاملرنه وکړي، تر څو له ده سره نور ټیم هم ښه ولوبیږي.
د یادونې وړ ده، چې د نیوزیلینډ او پاکستان ترمنځ د پنځه ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.
که چیرې نیوزلینډ په راتلونکې سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې، نو د روان ۲۰۱۸ م کال لمړني کلین سویپ به وشمیرل شي، چې ۵ د ۰ مقابل کې به د روان سیریز ګټونکی وشمیرل شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی