سپورټ

پاکستان د افغانستان زور له ایرلینډ وویسټ

د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د پاکستان د کرکت ملي لوبډلې ایرلینډ ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان وروسته پاکستانۍ لوبډله د ایرلینډ سره مخامخ شوه، چې ایرلینډۍ لوبډله یې په ۹۷ منډو وسوځوله.

د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالیو د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو له مخې، پاکستانۍ لوبډلې د ایرلینډ لخوا جوړې شوې منډې د لوبې په ۱۰ م اور کې ور پوره کړ او په دې بریا سره بیرته د ګروپ لمړۍ کرښې ته ورسیده.

د نن شپې په سیالۍ کې دواړه افغانستان او سریلنکا یو د بل پر وړاندې په سیالۍ کې سره مخامخ شي، چې دواړه لوبډلې د بریا په خپلولو دویم بړاو ته لار نږدي کوي.

د کرکټ نړیوال جام د دې سیالیو په دویم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، سریلنکا او ایرلینډ شامل دي، چې پاکستان د افغانستان څخه په ماتې او ایرلینډ څخه په بریا خپلولو په لمړۍ کرښه کې، افغان لوبډله پاکستان ته په ماتې ورکولو په دویم ځای کې، سریلنکا د ایرلینډ څخه په بریا خپلولو دریم ځای کې او ایرلنیډ د دواړو پاکستان او سریلنکا څخه په ماتو خوړولو د ګروپ په وروستۍ کرښه کې ځای لري.

د نړیوال جام د سیالیو دې پړاو کې په ۴ ګروپونو کې ټولې ۱۶ لوبډلې شاملې دي، چې به د هر ګروپ د سر کرښې دوه لوبډلې به دویم پړاو ته لار پیدا کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی