سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستاني کریکټ بورډ،محمد حفیظ له سنټرل کنټرکټ بې برخې کړ

اعلان

لیکنه:بهار سمسور

پاکستاني کریکټ بورډ (PCB) نولس لوبغاړو ته سنټرل کنټرکټ یا د میاشتنی معاش قرادادونه ورکړل،چې له مخې به یې دغه نولس لوبغاړي د کریکټ بورډ له خوا میاشتنی معاش تر لاسه کوي او هم به له نورو اسانتیاو ځینې برخمن وي.

پخوانی لوبډلمشر او الرونډر لوبغاړی محمد حفیظ، چې له ټېسټ کریکټ سره یې مخه ښه کړې دا چانس یې له لاسه ورکړی،خو ورسره شعیب مالک هم له دې قرارداد څخه محروم کړل شوی دی.

پاکستاني کریکټ بورډ په خپور کړي لېست کې ښودلې،چې په اې،بي او سي کټګوریو کې به دا نولس لوبغاړي له دوی سره په دې قرارداد کې شامل وي.

په اې کټګورۍ کې بابر اعظم،یاسرشاه او سرفراز احمد شامل دي،خو په بي کټګورۍ کې بیا اسد شفیق،اظهر علی،هاریس سهېل،امام الحق،عباس علی،شاداب خان،شاهین افریدي او وهاب ریاض شامل دي.

په وروستۍ سي کټګورۍ کې بیا عابد علی،حسن علی،فخرزمان،عماد وسیم،محمد عامر،محمد رضوان،شان مسعود،او عثمان شینواری شتون لري.


دا اعلان شوي لوبغاړي په دې وروستیو کې د پاکستاني کریکټ بورډ پر وینا چې، ښه لوبیدلي او دوی د لوبغاړو کارکردګۍ ته په کتو ورسره د یو کال لپاره دا تړون کړی دی.

له نړیوال جام تر راګرځیدو وروسته ګنګوسې دا دي،چې لوبډلمشر سرفراز احمد خپل ځای بایللی او پر ځای یې بابر اعظم د یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو لوبډلمشر کیدونکی دی،چې ممکن سرفراز احمد یوازې د ټېسټ لوبډلې مشر پاتې شي،خو دا خبر تر اوسه پاکستاني کریکټ بورډ تأید کړی نه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی