لوبې

پاکستاني کرکټر مصباح الحق له نړیوالو لوبو استعفا وکړه

د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم د ټیسټ سیالیو کیپتان مصباح الحق له نړیوالو لوبو استعفا وکړه. ۴۲ کلن مصباح د پنجشنبې په ورځ په قذافي سټوډیوم کې یوې خبرې غونډه کې د خپلې استعفا اعلان وکړ.

نوموړي وویل چې لوبډله به یې په کینګسټون کې د روانې اپرېل په میاشت کې ۳ سیالۍ د ویسټ انډیز په خلاف ترسره کړي. مصباالحق دا سیالۍ د خپلې لوبډلې لپاره د بریا غوره فرصت وباله او زیاته یې کړه چې له دې سیالیو وروسته به له نړیوالو لوبو لاس پر سر شي.

نوموړي له ۲۰۱۰ کال راهیسې په ۵۳ ټسټ لوبو کې لوبډلمشري کړې ده، چې د ۲۰۱۶ کال د غوره ۵ کرکټ لوبغاړو په نوملړ کې یې هم نوم راڅرګند شوی وو.

مصباح الحق وايي” زما د کرکټ سفر ډېر د پام وړ و، زما په مسلکي ژوند کې ډېرې لوړې او ژورې مخې ته راغلې؛ خو زه اوس په خپل حاضر وخت ډېر پام کوم.“

نوموړی د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې له لوبو وایستل شو، خو د خپل سلف سلام بټ له لیرې کیدلو وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر شو. سلام بټ له محمد امر او محمد اصف سره یو ځای بندي شوي و.

مصباح د پاکستان لپاره د ټیسټ سیالیو پیاوړی لوبډلمشر دی، نوموړي په خپله لوبډلمشرې کې ۵۳ سیالۍ دبیلابیلو سرسختو لوبډلو پروړاندې ترسره کړي؛ چې له جملې څخه یې ۲۴ سیالۍ د پاکستان لپاره ګټلي دي. مصباح په ۷۲ نړیوالو ټیسټ سیالیو کې ټول ټال ۴،۹۵۱ منډې په خپل اکونټ کې ثبت کړي دي.

مصباح الحق له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۵ م کال تر نړیوال جام پورې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو غوره لوبډلمشر هم تیر شوی دی. همدا راز نوموړي د ۸ شل اوریزو سیالیو لوبډلمشري هم کړې ده..

مصباح چې پوره نوم یې مصباح الحق خان نیازی دی، د ۱۹۹۷۴ م کال د می میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجاب په میا والي سیمه کې زیږیدلی دی. نوموړی اوسمهال ۴۲ کاله کاله عمر لري.

مصباح ښي لاسی میډل ارډر توپوهونکی او لیګ بریکر توپ ویشتونکی دی.

هغه خپله لومړۍ ټیسټ سیالي د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۸ مه د نیوزیلانډ په خلاف ترسره کړه؛ او وروستۍ ټیسټ سیالي یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۳مه د اسټرالیا په خلاف ترسره کړې ده.

نوموړي په ۷۲ نړیوالو ټیسټ سیالیو کې یې په ۴۵.۸۴ اوسط په درلودلو سره ټول ټال۴،۹۵۱ منډې جوړې کړي دي. چې په همدې منډو ترسره شویو منډو کې یې ۷۳ شپږیزې او ۴۹۱ څلوریزې هم شاملې دي.

په یو ورځینو سیالیو کې مصباح الحق خپله لومړۍ لوبه بیا هم د نیوزیلانډ په وړاندې د ۲۰۰۲ کال د اپرېل په ۲۷مه نیټه ترسره کړه، خو وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې بیا ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۰مه د اسټرالیا په خلاف ترسره کړه.

مصباح په ۱۶۲ یو ورځنیو سیالیو کې برخه اخیستې ده او۵،۱۲۲ منډې یې جوړې کړي دی چې ۸۳ شپږیزې او ۳۴۲ څلوریزې یې هم د یو ورځنیو سیالیو په توپوهنه کې شاملې دي.

په شل اوریزو سیالیو کې مصباح خپله لومړۍ شل اوریزه سیالۍ د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر په ۲مه د بنګلدیش په خلاف ترسره کړه، خو وروستۍ شل اوریزه سیالۍ یې بیا ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د انګلینډ په خلاف ترسره کړه.

نوموړي په ۱۴۷ نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې هم ګدون کړی دی او د ۱۳۰ اننګزونو په لوبولو سره یې ۳۲۲۵ منډې په خپل شل اوریز اکونټ کې ثبت کړي دي چې په همدې لوبو کې یې ۱۳۲ شپږیزې او ۲۰۸ څلوریزې هم شاملې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */