سپورټ نړیوال کرکټ

پاکستاني محمد عرفان د کرکټ نه ماتیدونکی ریکارډ جوړ کړ 

 د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر محمد عرفان د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا کارابین پریمییر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې نه هیریدونکی ریکارډ جوړ کړ.

 نوموړی د ویسټ انډیز په کارابین لیګ ۲۰ اوریزه سیالیو کې د بار باډوس ټریډینټز لوبډلې په ګټه لوبیږي، چې د سنټ کینټز نیویس پیټریټس لوبډلې خلاف ې د توقع خلاف بالینګ ترسره کړ.

 محمد عرفان په خپلو څلورو اورنو کې د ۲۴ بالونو په ترسره کولو سره ۲۳ بالونه پرته له کومې منډې ترسره کړل او یواځې په یو بال یې یوه منډه جوړه شوه، چې په دغه اورونو کې یې دوه مهمې د ویسټ انډیزي کریس ګیل او ایون لیویس ویکټې هم شاملې وې.

 د ۴ اورنو په ترسره کولو د یوې منډې په ورکړې د دوه ویکټو ترلاسه کول د کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې نړیوال ریکارډ جوړ شو او ښايي، چې په راتلونکې وخت کې هم هیڅ کوم یو بالر دغه ریکارډ په ماتولو کې بریالی نشي.

 د ویسټ اډز د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ د ۶ لوبډلو په ګډون د روانې اګسټ میاشتې په ۸ مه نیټه په ویسټ انډیز کې پیل شوې دي او د راتلونکې سیپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې به دوام وکړ.

په دغه سیالیو کې د ګډون کوونکو ۶ لوبډلو ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا څخه جمیکا لوبډله د ۷ سیالیو څخه د ۴ بریاوو سره مخکښه لوبډله ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی