سیاست

پاکستاني رسنۍ او استخباراتي ادارې د کندز پېښه د منظور پښتین د غورځنګ خلاف کارول غواړي

لیکنه: ګلاب هېواد

په کندز کې په وروستۍ پېښه کې د عامو خلکو په وژل کیدوکې هیڅ شک نه شته. دا چې ولې د ګڼو طالب مشرانو سربیره عام خلکو ته په پېښه کې درانه تلفات او ښتي دا هغه پوښتنه چې ارګ، د ملي امنیت شورا او د دفاع او کورنیو چارو وزارت یې باید په اړه ځواب ووايي.

دوی باید د پېښې څرنګوالی روښانه کړي او که د دوی تیروتنه د ګڼو عامو خلکو د وژل کیدو سبب شوي وي، باید مسول چارواکي یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. که پېښ بل کومه بڼه ولري هم باید روښانه شي.

په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د قیق شمیر لا هم کومې باوري سرچینې نه دی یاد کړی خو له مختلفو راپورونو ښکاري چې په سیمه کې څو ځایه هدف ګرځول شوي چې وسلوالو طالبانو او عامو خلکو په شمول تر سلو زیات کسان په کې مړه او ټپیان دي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت له پېښې ډیر وروسته تر بمبارۍ مخکې د هدف یو لړ تصویرونه خپاره کړل چې په کې وسلوال طالبان، د پاکستان او طالبانو بیرغونه لیدل کیږي، خو په مجموع کې د حکومتي لوري عکس العمل له پېښې وروسته سوړ او شندلی وو. او دې چارې فرصت طلبو کسانو ته د منفي تبلیغاتو فرصت برابر کړ.

د پېښې په اړه د افغانانو عکس العمل

د ګڼو څارونکو په باور افغان حکومت په دې برخه کې هم خلکو ته په وخت د معلوماتو په وړاندې کولو کې د نور کله په څیر ماتې وخوړه، نه یې د پېښې جزییات سم په ډاګه کړل، نه یې بیلابیلو ادارو د پېښې د څرنګوالي د بیان په اړه یوه خوله خبرې وکړې، او نه یې خپله تیروتنه تر اوسه منلې. ارګ د ولسي خلکو په مرګ ژوبله خواشینی ښودلې او ویلي یې دي د پېښې د څرنګوالي څیړنه یې پیل کړی.

د کندز له پېښې وروسته په رسنیو کې د مړو او ټپیانو عکسونو په افغانستان کې ګڼو خلکو ته ټکان ورکړې او دا بمباري یې غندلې، په هغو کې چې د کندز پېښه یې غندلې، د حکومت پر مخالفو وسلوالو سربیره پخواني او اوسني افغان چارواکي، حکومت پلووې افغان فعالان، ژورنالیستان او نور شامل دي، دوی له حکومت څخه د پېښې د سپیناوي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوي.

په کوزه پښتونخوا کې د منظور پښتین په شمول ګڼو سوله غوښتونکو د کندز پر پېښه خواشیني ښودلې ده. خو بله خوا په پاکستان کې ځینې پوځ پلوو رسنیو، د استخباراي ادارو فعالانو او د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ مخالفانو له دې پېښې څخه د سیاسي ګټو پورته کول پیل کړي دي.

پاکستاني ادارو او ددې ادارو طرفدارو رسنیو او رسنیزو فعالانو ته د کندز دا پېښه داسې ده لکه له خدایه چې غوښتله. پاکستان پوځ او ادارې چې دغلته د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ له زیاتیدونکي فشار سره مخ دي، د کندز د پېښې په نوم یې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ ريښتني او جعلي تصویرونه خپاره کړي او یو تبلیغاتي کمپاین یې پیل کړی چې هڅه کوي نه یوازې د افغانستان د ملي اردو په وړاندې د عامو خلکو کرکه وپاروي، بلکې غواړي چې د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ د نفوذ د پراختیا د مخنیوي او په پېښور کې ددې غورځنګ د یکشنبې د ورځې د سترې غونډې د اغیزمنولو لپاره یې هم وکاروي.

پر ټویټر او فیسبوک د پاکستان د پوځ او نورو ادارو ګڼ پلوي فعالان پرلپسې د کندز د پېښې په اړه جعلي خبرونه او عکسونه خپروي. او د دوی یو شمیر افغان فعالان او یا د افغانانو په نومونو یو شمیر جوړ کړي جعلي اکاونټونه هم ورته تبیلغاتي کمپاین چلوي.

پاکستاني رسنۍ او د اۍ ایس انلاین فعالان

په کوزه پښتونخوا کې د نیشنل عوامي ګوند یو شمیر مشرانو چې د منظور پښتون له زیاتیدونکو نفو‌ذ څخه په ویره دې، د پاکستاني ادارو مرستې تر نورو په ځانګړې توګه وردانګلي. دا ډله چې تل یې د پښتنو په نوم قومي سیاست کړی خو تل یې د دوی پر حقونو سوداګري کړې، د لومړي ځل لپاره یې په ځینو سیمو کې فعالانو د کندز په پلوۍ پرلتونه جوړ کړي. په دې لړ کې په مردان د عوامي نیشنل ګوند د پلویانو د یو اعتراض تصویرونه دلته کتلۍ شئ.

په مردان کې د عوامي نیشنل ګوند پلویانو د کندز د پېښې په اړه اعتراضي غونډه وکړه

دا هغه خلک دي چې په تر دې مخکې یې په سوات، وزیرستان، خیبر او نورو سیمو کې د پاکستاني پوځ د روانو ظلمونو په اړه یو غږ هم نه دی پورته کړی. په دې سیمو کې تر ټولو وحشیانه بریدونه د همدې قام پرسته ګوند( عوامي نیشنل پارټۍ) په حکومت کې وشول، او د همدوی په حکومت کې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو تر ټولو بدې ورځې ولیدې.

اوس افغانانو او افغان حکومت ته پکار دي چې د کندز د پېښې په اړه څیړنې زر بشپړې کړي. ريښتیا څه پېښ شوي؟ خلکو ته یې ووايي او هغه کسان دې مجازات کړي چې د بې ګنا خلکو د وژلو سبب شوي.
په دې کار سره به د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي او خلکو ته به ځواب ویوونکي و اوسي.

که چیرې دا کار ونه کړي، په هغه صورت کې به د پاکستاني پوځ او وسلوالو طالبانو سره کوم توپیر ونه لري.

عام افغانان هم باید له احساساتو کار وانخلي او د پاکستاني ایجنسیو فعالانو ته ددې وخت ورنه کړي چې د کندز ناورین بیرته د افغانانو او پښتنو د ژغورنې د غورځنګ پر ضد وکاروي.‌‌‌

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد