کلتور او هنر ګټه وټه

پاکستاني حکومت د جاوديي غږ لرونکي سندرغاړي اکاونټ بند کړی

لیکنه: ياران

لیکنه: ابوبکر علیزی

د پاکستان د ګټې وټې د عاید ادارې یو ځل بیا د جادویې غږ لرونکي سندرغاړي راحت فتح علی خان د بانک اکونټ بند کړی.

دغه اداره وایې چې راحت فتح علی خان بیا هم پرې اوښتې مالیه نه ده ورکړی نو په دې خاطر یې مالي حساب اکونټ ورتړلی.

فیډرال بورډ اف ریونیو(FBR) وایي چې دغه سندرغاړي څو کلنو مالیاتي ټیکس نه دی ورکړی چې لامله یې پرې اوس دغه ټیکس ورځ تربلې پورته کیږي.

د دغه بورډ مسؤلین وایي چې راحت فتح علي خان د ۲۰۱۵ کال راهیسې مالیه نه ده ورکړې چې تر اوسه پرې ۳۲ لکه روپۍ مالیه اوړي.

اف بي ار اداره وایي چې تر اوسه دده له اکونټ څخه ۲۰ لکه روپۍ تر لاسه شوي، خو لا هم پلټنه کوي چې معلومه شي، تر څو دغه پیسي یې چېرته پټې کړي او یا هم مصرف کړي.

د هغه یوه مشهوره سندره؛

چارواکي وایي تیر کال هم رحت فتح علي خان مالیه نه ده ورکړي.

راحت فتح علی خان د پاکستان یو له مشهورو سندر غاړو دی چې په قوالي سندرو یې خاص شهرت موندلی. نوموړی په ۱۹۷۴ کال کې زیږیدلی.

راحت فتح علی خان د قوالي مشهور سندرغاړی نصرت فتح علی خان وراره دی او د فارخ فتح علی خان زوی دی.

د راحت فتح علی خان نیکه فتح علی خان هم هغه مشهور سندرغاړی و چې په خپل شرنګېدلي قوالي او جادويې غږ یې د بالیوډ ډیر فلمونو ښکلي کړي ول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران