افغانستان سیمه عمومي

پاړه چنار سبزي منډيي کې چاودنې شل کسان وژلي

د کرمي ایجنسۍ په پاړه چینار ښارګوټي کې د ترکاریو په منډيي کې چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، په چاودنه کې دیرش تنه ټپیان یې د هیلوکوپټر په وسیله پېښور کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
چاودنه د عیدګاه مارکیټ په سبزي منډيي کې شوې ده.

راپورونه وايي د شنبې په سهار، د چاودنې پر مهال په منډيي کې ګڼ شمیر کسان راټول شوي وو.

بي بي سي اردو د ځايي روغتون د یو چارواکي له خولې ویلي چې ۵۵ ټپیان وروړل شوي چې د ځینو روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمد خراساني ددې چاودنې مسولیت منلی او دا یې یو ځان وژونکی برید ګڼلی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */