کلتور او هنر

پاډماوتي خپور شو؛ مینوال يې ننګه کوي، معترضین لاریونونه

د بالیووډ جنجالي فلم پاډماوتي د اعتراض کوونکو د توندو لاریونونو سره سره نن پنجشنبه خپور شو. پولیسو په ټول هندوستان کې د سینماګانو او بازارونو ټینګ امنیت نیولی.
اعتراض کوونکو ګواښ کړی، چې هره سینما که دا فلم خپور کړي، دوی به ورته اور واچوي.
لاریونونه چې د سه شنبې له شپې راپیل شوي وه، پرون او نن سهار يې زور واخیست. مظاهره چیان اوس په ګجرات، هرینا، راجستان، اترا پردیش او ډهلي کې مظاهرې کوي. لاریون والو ځینې سیمو کې د خلکو شخصي هټۍ، سینما ګانې، او موټرې سوځولې هم دي.
نن سهار وختي، په ګورګون کې لاریونوالو د ښوونځې له ماشومانو ډک بس باندې حمله وروړه، په تیګو يې وویشتو، ماشومان يې وویرول او بس ته يې اور واچوه.
راپورونه له سیمې وايي، تر اوسه هیڅ چاته د سر زیان نه دی اوښتی.

ګرګون کې اعتراض کوونکو یوه بس ته اور اچولی

پولیسو د سینما خاوندانو ته ډاډ ورکړی، چې د سینما هالونو ټینګ امنیت نیسي، خو د بي جي پي تر کنټرول لاندې ایالاتونو – ګجرات، راجستان، مادیا پردیش، او ګوا – کې سینماګانو په خپله خوښه د فلم خپرول لغوه کړي.
دوی ددې لپاره، چې خپلې سینماګانې د لاریونوالو څخه خوندي وساتي، بهر يې په غټو لوحو لیکلي، “موږ پاډوماوتي فلم نه خپروو.”
هرینا او پنجاب څخه د سینما ځینې مسؤلینو ویلي، چې فلم زیات لیدونکي لري او دوی هم ورته پرله پسې فلم نندارې ته وړاندې کوي. هرینا کي د سینما یو مسؤل وویل: “موږ معمولا د ورځې ۵ یا ۶ ځلې فلم نندارې ته وړاندې کوو؛ خو پاډماوتي موږ نن ۱۲ ځلې نندارې ته پلان کړی دی.”
د هرینا مشر وزیر له خلکو غوښتي، چې د پولیسو سره همکاري وکړي او د مظاهره چیانو مخه ونیسي.
دولت کې د اعتراض کوونکو ډلو ځینې مشرانو له خپلو پلویانو غوښتي، چې ارام شي او د قانون اطاعت وکړي.
پاډماوتي د هندوستان په تاریخي کیسه جوړ شوی فلم دی، چې پکې ډیپیکا پاډوکون، رنویر سنګ او شاهد کپور مخکښ رول لري.
اعتراض کوونکي ادعا کوي، چې په فلم د اصلي تاریخي کیسې سره سم نه دی جوړ شوی او ددوی په وینا، چې ملکې پاډماوتي ته پکې سپکاوی شوي.
د هندوستان سترې محکمې ددې فلم د خپریدو اجازه وروسته له څه سرسري تغیراتو څخه ورکړه. دا فلم، چې ټاکل شوې وه، د تیر ډیسمبر په لومړۍ نیټه خپور شوای وی، د جنجالونو له امله نن ورځ ته پآتې شو او خپور شو.
د فلم کتونکو رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې فلم ډير په زړه پورې و او د رنویر سنګ او ډیپیکا رول پکې بیخې ډیر خوندور و.
هغوې له مظاهرچیانو غوښتې، چې له لاریون لاس واخلي، ځکه په فلم کې ددوی د اعتراض اړوند څه نشته.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند