زده کړې کورنی ژوند

ټول والدین باید د ماشومانو د جرائت او پیاوړتیا لپاره، ۸ کارونه وکړي

لیکنه: ياران

ژباړه: رحیم ګل رحیم

غواړئ چې ماشومان مو باجرئته او په ځان باور ولري؟
د یوه پلار یا مور په حیث تل باید کوښښ وکړو چې ماشومان مو بریالي، روغ او ښه ژوند ولري.

کارل هارډت چې د ماشومانو د روزنې په اړوند یې ۱۵ کتابونه لیکلي وایي؛ هغه ماشومان چې په ځان باور نلري، هیڅکله د یوه نوي کار او څه شي اجراکو کولو ته تمایل نه کوي، ځکه ډاریږي او د کولو جرئت يې نه لري. فکر کوي که چیرته زه دا کار ترسره نشم کړای، کیدای شي څوک به رانه خفه شي.

هر هغه شی چې مونږ یې ماشومانو ته ورزده کوو باید اول یې په ځان عملي کړو. که مونږ وغواړو چې ماشومان مو په ځان ډاډمن واوسي باید مونږ لومړی په ځان باور پیاوړی کړو:

۱- ماشومانو ته اجازه ورکړئ چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي
که څه هم والدین نه غواړي چې ماشومان يې په ستونزو کې بند پاتې شي، اما دا مهمه ده چې ماشومانو ته وښودل شي چې څنګه خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او د حل لپاره يې لارې چارې ولټوي.
که یې د ننګونو د حل لپاره پوښتنه وکړه کوښښ وکړئ چې مختلفې لارې چارې ورته وړاندی کړئ، ننګونه یې مستقمآ مه ورته حل کوئ، پریږدئ چې خپله تصمیم ونیسي او حل لاره یې خپله پیدا کړي.

۲- ماشومانو ته واک ورکړئ چې خپله پریکړه وکړي
کله چې د وړکتوب نه ماشوم په خپله پریکړې وکړي نو خامخا به یې په ځان باور پیدا شي او په راتلونکي کې به ښې پریکړې کوي، اما ماشومان بالکل خوښوي چې هر څه يې زړه وغواړي ویې کړي، خو زیات کنټرول ماشوم کنګس کوي، مثلا؛ کله چې ماشوم ته یو شی اخلئ، دوه اپشنه ورته ورکړئ؛ ورته ووایه؛ فوقانه اخلې که توپ؟
همدراز دکان کې خو هسې هم ډیر شیان وي، دا هم ورته ووایه چې ته کولای شې له دې دواړو او دکان کې چې نور څه شیان دي، یو ترې وټاکې، دغه ډول سره ماشوم کولی شي تصمیم ونیسي.

۳- ماشومان مو تشویق او وهڅوئ
همیشه ورته ووایئ چې ته ډیر کوښښ کوې! تا څنګه دا شی زده کړ؟ ته ماشاالله ډیر تکړه یې! همیشه مثبت ځواب ورکړئ مه ورته وایئ چې ته ډیر ټمبل يې، هیڅ شی نه شې زده کولای، د منفي خبرو پر ځای د زده کړې لارې چار ورته و ښایاست.

۴- ماشومان پوه کړئ چې څنګه خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي
ماشومان هغه وخت په ځان باور لري چې دوی د ستونزو د حل لپاره بحث وکولای شي، حتا دری کلن ماشومان د خپلو ستونزو د حلولو لپاره لارې چارې لری، خو د والدینو مرستې ته اړتیا لري.
مثلا که یو ماشوم مور یا پلار ته شکایت وکړي او ووایي چې پلاني مې موټر اخیستی، نه یې راکوی؛ نو مور یا پلار باید چې ماشوم ته دا ووايي چې ته څه فکر کوې، کومه اسانه لاره ده چې وکولای شې موټر بیرته ترینه واخلې. هیڅکله مه ورته وایئ چې زه ځم زه یې ترینه اخلم. ماشومانو ته مثالونه ورکړئ او ورته ووایئ چې ورشه خبرې ورسره وکړه او ورته ووایه چې راځه په شریکه لوبې وکړو.

۵ – ماشومان موپریږدئ چې د غلطیو نه زده کړه وکړي
د اشتبهاتو نه زده کړه ماشومان په ځان باوري کوي، پریږدئ چې ماشومان مو غلطي وکړي، غلطي د دوی د زده کړو لپاره یو ښه چانس دی او هیڅکله د ماشوم نه سل فیصده د سم کار توقع مه لرئ، بلکې مرسته ورسره وکړئ چې په راتلونکې کې څنګه د خپلو غلطیو نه په ښه ډول ګټه پورته کړئ.

۶- ماشومانو ته مو مسولیتونه ورکړئ
ماشومان باید پوه شي چې د دوی د اوسیدو کوټه پاکولو ته اړتیا لري او یا د کور د باندې واښه او ګلان اوبو ته اړتیا لري باید اوبه ورته ورکړل شي.

۷- فکر مو وي چې هیڅکله د ماشوم د اندازې نه زیات ستاینه وکړئ
ډیره ستاینه هیڅکله د ماشوم سره د ښه کار په کولو کې مرسته نه کوي، حقیقت دادی چې که ماشوم ته وواېې چې ته بیخي ډیر بیداره او چالاک یې، نو دوی به ډیر ژر د لږ سخت کار د کولو نه زړه توری شي، ځکه دوی به فکر کوي چې زه د اندازه نه زیات تکړه یم او زه باید دا کار ډیر په آسانۍ سرته ورسوم، خو هغه کار به سخت وي او دوی به د سخت کار د کولو نه ډډه وکړي. نو ځکه د ماشوم زیاسته ستاینه مه کوئ او همیشه یې د هڅو او کوښښونو ستاینه وکئ، نه د اخري پایلې.

۸- د ماشوم د زړه له راز نه ځان خبر کړئ.
یو ځل په اونۍ کې د خپل ماشوم سره تنها خبرئ وکړئ، ځکه دا یو ښه فرصت دی چې د ماشوم د زړه د راز نه ځان خبر کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران