نړۍ

ټرمپ وايي، روسیه زما په اړه ورانونکي معلومات نه لري

لیکوال : شریف شاهین

منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ چهارشنبه د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسیې د متحده ایالاتو په ټاکنو کې لاسوهنه کړې؛ خو دايې مطلق رد کړه چې ګوندې دې (ټرمپ) دې د روسیې په مرسته ګټونکی شوی وي.

کله چې د خبري کنفرانس پر مهال د ښاغلي ټرمپ څخه پوښتنه وشوه، چې د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د ډیموکراتانو د ایمیلونو د هیک کولو مسؤل څوک دی؟!
ښاغلي ټرمپ يې په ځواب کې وویل: ”زه فکر کوم هغه روسیه وه.“

ټرمپ همدارنګه هغه یو وروستی راپور هم رد کړ چې ګوند روسیه دده په اړه خطرناک اسناد لري چې پر مټ یې دا یو ډول بلک میل کړی دی. نوموړې دا جعلي خبرونه او بې بنسټه اوازې وبللې چې دده په وینا دده سیاسي مخالفان یې خپروي.

په دې خبرې کنفرانس کې خبریالانو پرلپسې له ټرمپ څخه ددې اوازو په اړه پوښتنې کولې چې وايي روسیې دده په اړه معلومات ټول کړي.

د راپورونو له مخې دا اوازې هغه بریتانوي استخباراتي ایجنټ مستندې کړي چې د ټرمپ د سیاسي مخالفانو لپاره کار کوي.

ددې ادعاوو یو لنډیز د هغه سري راپور سره ضمیمه شوی و چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د ادعاو په اړه تېره اونۍ ټرمپ او اوباما دواړو ته وړاندې شو.

ټرمپ د روسیې سره د خپلو اړیکو په تړاو هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل: (( زه فکر نه کوم، چې زما او د پوتین دې انډیوالي جوړه شي؛ خو که زما ورسره کلی نه کیږي، تاسې ناستو کسانو کې کوم څوک فکر کوئ، چې هیلرې کلنټن به پرې زما نه ډیر فشار راوړی و؟… لږ وخت راکړئ!))

د امریکا د منختب ولسمشر په توګه دا د ښاغلي ټرمپ لومړی خبري کنفرانس و، چې پکې تر ۲۵۰ خبریالانو ګډون کړی و.

ډونالډ ټرمپ په په قهرجنه لهجه هغه خبرونه رد کړ، چې ګوندې روسیه دده د شخصي ژوند او کاروبار په اړه اسناد او شواهد لري. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه هم لیکلي، چې دده” منافق مخالفین “ هڅه کوي، دده ټاکنیز بریالیتوب کم راولي.

سرچینې وايي، چې خپله ټرمپ او اوباما ته داسې رپوټونه رسیدلي، چې ګواکي روسیه د ښاغلي ټرمپ د شخصي او مالي ژوند په اړه اسنادونه لري.

د امریکا فدارلي تحقیقاتي اداره یا FBI وايي، چې ددې اسنادو په اړه څیړنه کوي.

ښاغلي ټرمپ وویل، چې روسیه په داسې اداعاوو سره غواړي، دده د ټاکنیز بریالیتوب نتایج په خپله خوښه وڅرخوي.

بل پلو د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ویاند دا خبرې هسې اوازې بللي او ویلي يې دي، چې روسیه د ښاغلي ټرمپ د شخصي او مالي ژوند په اړه هیڅ اسنادونه نه لري.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟