ژوند او ژواک

ټرمپ د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو سره د ایران په اړه خبرې کوي

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو لومړی وزیر بین یامین نتنیاهو سپین ماڼۍ ته وربللی او د ایران په ګډون په یو شمیر مهمو مسایلو خبرې کوي.

چارواکي وايي، ډونالډ ټرمپ پرون یکشنبه نتنیاهو ته ټیلفون کړی او ورته يې ویلي، چې د فبروري په لومړیو کې سپینې ماڼۍ ته ورشي.

له سپینې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو په ټيلفون یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې په فبروري کې به د ایران په شمول د سیمې په یو شمیر مهمو مسایلو له نژدې وغږیږي.

د سپنې ماڼۍ دا اعلامیه ښيي، چې د ټرمپ اداره د تهران په وړاندې جدي ده.

اسرائیلو ته ټرمپ په داسې مهال ټیلفون کوي، چې اسرائيلي حکومت په بیت المقدس کې د ودانیو د جوړولو چارې پيل کړي دي.

داسې ویل کیږي، چې د ټرمپ د ټیلفون سره اسرائیلو دغلته د کورنو جوړول په موقت ډول ودرولي او د نتنیاهو او ټرمپ له مخامخ خبرو وروسته به يې په اړه پریکړه وکړي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې لومړی وزیر د ښاغلي ټرمپ سره د ښې راشه درشه هوډ لري. ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي وه، چې که ولسمشر شي بیت المقدس به د اسرائیلو مرکز اعلان کړي او د امریکا سفارت به تل ابیب ته انتقال کړي.

سپنه ماڼۍ وايي، چې ټرمپ د اسرائیلو له صدراعظم سره په ټیلفون د سفارت د ځای د بدلولو په مسله بحث نه دې کړې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */