موسیقي او تصویر نړۍ

ټرمپ دا ځل د هالیوډ له ستورې سره په شخړه واوښت

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل د هالیوډ له وتلې اکټرې میرلي سټریپ سره په جنجال کې کیوت.

میرلي سټریپ چې وړمه شپه یې د خپل هنري فعالیت له کبله په لاس انجلس کې د ګولډن ګلوب معتبره جایزه واخیسته، پرته له دې چې د ډونالډ ټرمپ نوم واخلي پر ده انتقاد کړی و. او د انتخاباتي مبارزو پر مهال یې د نوموړي چلن سپکوونکی وباله.

نوموړې هغه ( ټرمپ ) نیویارک ټایمز پر یو معلول خبریال سیرګ کوالیسکي د ملنډو له کبله وغانده، خو په څرګنده یې د ټرمپ نوم یاد نه کړ.

خو ټرمپ ته بیا د میریل سټریپ د نوم په یادولو کې ستونزه نه وه.

ډونالډ ټرمپ دوشنبې په ورځ په ځايي وخت سهار وختي د خپل ټویټر پر پاڼه ولیکل:

” میریل سټریپ چې د بالیوډ هغه لوبغاړې ده خلکو له هغه څه زیاته ستایلي چې دا یې وړتیا لري. ما نه پیژنې، خو تېره شپه یې ګولډن ګلوبز کې پر ما لفظي حمله وکړه، هغه د هیلري نوکره ده چې ستره ماتې یې خوړلې. د سلم ځل لپاره یې وایم ما معلول خبریال ته سپکاوی نه دی کړی. او هیڅکله به دا کار ونه کړم، بلګې هغه مې وویست. “

ټرمپ یو واربیا رسنۍ ملامتي کړې چې دده په اړه خبرونو کې صداقت نه لري.

خو د هالیوډ اکټرې میریلي سټریپ بیا د ګلوډن ګلوبز دجایزې د اخیستلو پر مهال پر رسنیو غږ کړی و چې له هغه ( ټرمپ ) سره حساب کتاب وکړي.

د سینما دې وتلې ستورې وویل: موږ داسې اصولي رسنیو ته اړتیا لرو چې د ځواک خاوندانو سره حساب وکړي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟