ټولنیزې مسالې نړۍ

ټرمپ خپل زوم د سپینې ماڼۍ ارشد مشاور ټاکلی

لیکوال : شریف شاهین

تمه ده چې د ښاغلي ټرمپ زوم،جارید کوشنیر د سپینې ماڼۍ اعلی سلاکار وټاکل شي.

نوموړی د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د ټرمپ د منډو تړو پر مهال د هغه نژدې او باوري کس و. ټاکنیزې مبارزې پر مهال، ټرمپ په ښاغلي کوشنیر پوره تکیه کوله او د هغه مشورو ته به يې دقیق غوږ نیوه. سپینې ماڼۍ ته د کوشنیر د ورتګ تمه لا له وړاندې اټکل کیده.

واشنګټن پوسټ د چارو د شننونکو له خولي لیکلي، چې د سپنې ماڼۍ لپاره د ارشد سلاکار په توګه د ټرمپ د زوم ټاکل د (خپلوۍ پاللو ضد) اصولو له مخې یو غیرې اصولي او غیرې قانوني کار دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی به په رسمي ډول ددې اوونۍ په پاۍ کې د ولسمشر د اعلی سلاکار په توګه اعلان شي.

 

جارید کوشنیر ۳۵ کلن دی او د اِوینکا ټرمپ سره يې واده کړی. نوموړي وروسته له هغې د خپل څو بیلونه ډالرو کاروبار مشري پیل کړه، کله يې چې پلار په فساد کې د ککړو تورنو د سپناوي لپاره محکمې ته وړاندې شو.

کوشینر د خپل خسر (ټرمپ) د کمپاین پر مهال هغه سلاکار او څوکیدار و.

سپنې ماڼۍ ته د هغه د ورتګ خبر وروسته له هغې خپور شو، کله چې د هغه وکیل په یوه بیان کې وویل، چې کوشنیر غواړي له خپل کاروباره استعفا وکړي او په ځای يې په سپینه ماڼۍ کې له خپل خسر (ډونالډ ټرمپ) سره کار وکړي.
د امریکا د قانون یو شمیر پوهان وايي، چې د ارشد سلاکار په توګه د ټرمپ د زوم ټاکل د (خپلوۍ نه پاللو) د اصولو خلاف کار دی.

په سپینه ماڼۍ کې د خپل او خپلوانو د نه مقررۍ لایحه په ۱۹۶۷ کال کې وروسته له هغې جوړه شوه، کله چې ولسمشر جان ايف کینډي خپل ورور د لوی څارنوال په توګه مقرر کړ.

ددې لایحې له مخې، د دولتي ادارو هیڅ لوړ رتبه چارواکی، په خپله اداره کې له ځانه سره خپل او خپلوان نه شي مقررولی. په لایحه کې په واضح ډول د زومانو د عدم تقرر خبره ذکر شوې ده.

ځینې نور قانون پوهان بیا وايي، چې سپینه ماڼۍ تر دې لایحې لاندې نه راځي او هغه یوه استثتنا ده.

اما د جورج ډبلیو بوش او اوباما د ادارې دوه لوړ رتبه قانون پوهان ښاغلی ریچارډ پینټر او ښاغلی نورمین ایسن وايي، چې د سپنې ماڼۍ چارواکي دغلته د خپلو خپلوانو د تقرر حق نه لري.

امریکا کې ځینې خلک له دې ویره لري، که د ټرمپ زوم سپنې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي، د بهرني تجارت پالیسې به د خپل کاروبار په ګټه وڅرخوي.

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسنیو سره ددې موضوع په تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟