ژوند او ژواک

ټرمپ به د خپلې واکمنۍ پر سبا د ښځو له پراخ لاریون سره مخ شي

ټاکل شوې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به دې خپلې لوړې د مراسمو په سبا په ټول هیواد کې د ښځو له پراخو لاریونونو سره مخ شي، چې په کې د امریکا یو شمیر مخکښې ښځې شاملې وي.

ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په شلمه د امریکا د نوې ولسمشر په توګه لوړه وکړې خو پر سبا یې به د امریکا له بیلابیلو برخو څخه د راټولو شویو اعتراض کونکو له لاریون سره مخ شي.

دا اعتراضي لاریون چې د امریکا د موسیقۍ او سینما د نړۍ یو شمیر مخکښې څیرې او ستوري په کې برخه اخلي، د ښځو، مسلمانانو او په امریکا کې د نورو ټولنیزو لږکیو د حقونو د دفاع لپاره ترسره کیږي.


دوی د ټرمپ پر هغو څرګندونو انتقاد لري چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې د ښځو، مسلمانانو او د امریکا د ځینو نورو اجتماعي اقلیتونو په اړه کړي.

مشهوره امریکايي سندرغاړې کتي پیري، اکټره چیر، اکټره او سندرغاړې سکارلیټ جانسون، او امې سکیمر په هغه ډله کې دي چې په ټول هیواد کې د ښځو په دې لاریون کې برخه اخلي.

وتلې سینمايي لوبغاړې امیریکا فیریرا چې د جنورۍ د یووشتمې نیټې د پراخو لاریونونو لپاره د هنرمندانو د برخې مشري کوي وايي، په یادو هغو سربیره به چیسلا هانډلر، جولیانا مور، اولیوا ویلډ، ډیبرا میسینګ، اوځو اډوبا او نورې مشهورې ښځې هم په دې پراخو لاریونونو کې برخه واخلي.

امیریکا فیریرا وايي، له انتخاباتو وروسته ډیر غږونه شته چې ښايي وا نه وریدل شي. نوموړې زیاته کړې:
” د هنرمندانو، ښځو او تر ټولو مهمه د ژمنو امریکایانو په توګه موږ ته ډیره مهمه ده چې یو موټی اوسو او د خپلې ټولنې د بیلابیلو وګړو حقونه خوندي کړو. “

تمه کیږي چې په سلګونه زره کسان به د ټرمپ د لوړې پر سبا په واشینګټن د ښځو په دې لاریون کې برخه واخلي. زرګونه نور به په همدې ورځو د امریکا په نورو ښارونو کې له دې سره په یو وخت لاریونونه وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */