سیاست

ټرمپ او د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل ولې وران شول؟

لیکنه: بشر درویش

ډونالډ ټرمپ؛ د امریکا او حتا ټولې نړۍ بې ساری جنجالي سیاستوال.

ټرمپ نه په امریکا او نه په نړۍ کې سیاسي او مطرح خلک له ځانه خوښ وساتل.

دا ځل یې د المان له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په لانجو نړیوالې رسنۍ مصروفې دي.

جنجال څنګه پیل شو؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره سې شنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال د نړیوالتوب نظریه محکومه او د ملت پالنې او وطن پالنې پر ښیګڼو ټینګار وکړ.

د میرکل غبرګون

د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د ټرمپ دې خبرو په غوسه کړې.

هغې دا څرګندونې د نړۍ د څو قطبي کیدو؛ په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان د تخریب هڅه ګڼلې ده.

میرکل په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د نړیوالو ویجاړیو د رغونې او شړیدلي ثبات د سمولو لپاره ډېر کار کړی.

مېرمن میرکل باور لري، چې ټرمپ د ملګرو ملتونو تخریب کوي خو له دغه نړیوال بنسټ څخه د غوره بل بنسټ کومه طرحه ورسره نشته.

د المانۍ صدراعظمې په نظر، ټرمپ پر نړۍ د منفردې واکمنۍ نه پوره کیدونکي خوبونه ویني، چې دا تېروتنه ده.

د المان صدراعظمه ټینګار کوي، چې د ملګرو ملتونو تر څنګ اروپایي ټولنه هم د نړیوال ثبات د تامین لپاره په سیمه ییزه کچه پیاوړې او موثرې هڅې کولای شي.

د غوسې مشخص دلیل

د المانۍ صدراعظمې د غوسې مشخص دلیل ممکن همدا وي، چې ولسمشرټرمپ یې په همدې لنډ تېروخت کې پر هېواد توهینونکي تورونه ولګول.

ټرمپ په یوه وینا کې المان د روسیې تابع او تر سیوري لاندې وباله.

د ټرمپ په خبره المان په نړیوالو مسایلو کې مستقل دریځ نه لري؛ بلکې د روسیې په اشاره مخته ځي.

شړیدونکې اړیکې

د ټرمپ له واکمنیدو سره، د امریکا او یو شمېر مهمو نړیوالو متحدینو اړیکې یې له یو بل سره شړیدونکي ښکاري.

هغه له فرانسې، المان، برتانیې، ترکیې او ګڼو هېوادونو سره له دې کبله چې د پخوانیو حکومتونو په شان تعامل نه کوي، دوه اړخیزې اړیکې ترینګلي کړي.

د ایران د اټومي پروګرام په موضوع کې هم ټرمپ د خپلو متحدینو له نظرکې ساتلو پرته په یوازې ځان د ایران خلاف سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

شنونکي فکر کوي، چې د ټرمپ د دا ډول یو اړخیزو او سخت دریځو سیاستونو دوام به په نړیواله کچه امریکا متضرره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي