سپورټ

ویډیو: د محمد نبي ښې لوبې ملبرن لوبډله لمړي مقام ته ورسوله

د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د ملبرن رینیګیډز لوبډله په خپلې بهترینې لوبې سره لمړي مقام ته ورسوله.

ددې سیالیو په ۱۹ مه لوبه کې د ملبرن رینیګیډز لوبډله د ملبرن سټارز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې محمد نبي عیسی خیل لمړی په خپلې توپ اچونه کې په ۴ اورونو کې د ۲۷ منډو په ورکړې سره یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو په خپلې بهترینه توپ وهنې په ۳۰ بالونو د ۵۲ منډو جوړولو سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورکړه.

په دې بریا سره د ملبرن رینیګیډز لوبډله د جدول لمړۍ کرښې ته ورسیده، چې د خپلو ۵ ترسره کړیو سیالیو څخه یې په ۴ لوبو کې بریا خپله کړې ده.

د بیګ باش په دغه ۲۰ اوریزه تجارتي کرکټ سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي، چې پکې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای د ملبرن رینیګیډز لوبډلې سره یو ځای شو او تر دې مهاله یې د یو غوره الراونډر په توګه بهترینه کار کرده ګي تر سره کړې ده.

د کرکټ دا ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ، چې د تیر ۲۰۱۷ م کال د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې دي؛ د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر ۴ مې نیټې پورې دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی