سیاست

ویډیو: او بالاخره د نقیب مسید یو قاتل راو انور محکمې ته حاضر کړی شو

لیکنه: ګلاب هېواد

د کراچۍ د پولیسو هغه مشر چې د نقیب الله مسید په وژلو تورن دی، له دوه میاشتو وروسته پولیسو ونیوه، او د سه شنبې په ورځ یې پاکستان کې یوې محکمې ته وړاندې کړې.

راو انور په یو سپین موټر کې په اسلام اباد کې د پاکستان د سترې محکمې د درې کسیز هییت په وړاندې حاضر کړی شو. نوموړې محکمې ته وویل چې د محکمې پر حکم خپله حاضر شوی دی، خو قاضي میا ثاقب نثار نوموړې ته وویل چې:

”د محکمې له خوا په درکړل شوي مهلت کې تاسو حاضر نه شوئ.“

بي بي سي اردو وايي، راو انور محکمې ته ویلي، د سند د پولیسو له خوا دده په اړه په ټاکل شوې تحقیقاتي کمیټې انتقادونه لري ځکه نه دی حاضر شوی. راو انور له محکمې غوښتي چې په دې تحقیقاتي کیمټې کې دې د استخباراتو او اۍ ایس اۍ کسان شامل کړی شي.

راو انور هغه پولیس افسر دی چې د جنورۍ په ۱۳ مه نیټه یې په کراچۍ کې د پولیسو سره په یو جعلي نښته کې د وزیرستان د قبایلي سیمې یو پښتون ځوان نقیب الله مسید وواژه او بیا یې ادعا وکړه چې نوموړی ترهګر و. خو وروسته ثابته شوه چې وژل شوی ځوان له ترهګرۍ سره هیڅ ډول تړاو نه درلود.

د نقیب الله مسید وژل کیدو په ټول پاکستان کې د خلکو اعتراضونه راوپارول او د پاکستان سترې محکمې په دې اړه د څیړنو امر ورکړ. د جنورۍ په شلمه نیټه راو انور دنده وځنډول شوه او له هماغې ورځې نوموړی پټ شو.

خبریالان په هغه موټر پسې منډي وهي چې راو انور انتقالوي

د فیبرورۍ په څلورمه نیټه په اسلام کې د پښتنو د تحفظ غورځنګ اعتراضي غونډه وکړه او د یوې اونۍ لپاره یې هلته پرلت وواهه. ددې معترضینو د نورو غوښتنو سربیره یوه غوښتنه هم د راو انور نیول و.

د سه شنبې په ورځ راو انور ونیول شو. او محکمې ته وړاندې شو.

محکمې د نقیب الله مسید په وژنه کې د راو انور د لاس لرلو په تړاو د یو نوي تحقیقاتي ډلې د جوړولو امر کړی. دا لا څرګنده نه ده چې د نوې تحقیقاتي ډلې په جوړولو کې څومره د راو انور غوښتنې په پام کې نیول شوي دي. خو دم ګړۍ نوموړی له محکمې وروسته سند پولیسو ته سپارل شوی او ظاهرا د پولیسو په توقیف کې دی.

پر پاکستانیو چارواکو د پښتنو د تحفظ د غورځنګ له خوا د اعتراضي غونډو په دوام له یوې ورځې بلې ته فشار زیاتیږي څو په دې هیواد کې د پښتنو په سیمو کې پوځي خپل سرۍ پای ته ورسوي، او په کراچۍ او نورو ښارونو کې پښتنو ته خوندیتوب برابر کړي. ګومان کیږي چې له دوه میاشتیني پټیدنې وروسته محکمې ته د راو انور حاضرول هم د همدې فشارونو نتیجه وي.

راو انور د نقیب الله مسید سربیره په کراچۍ کې د ګڼ شمیر نورو پښتنو په وژنه او تري تم کولو هم تورن دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد