وینود کهنه د پېښور د لیدو هیله، د امیتاب بچن ژړونکې لیکنه او د ریشي کپور غوسه

د ” پېښور فنکاران “ کتاب لیکوال محمد ابراهیم ضیا وايي، په ۲۰۱۴ م کال کې د یو هییت سره هندوستان ته تللی و او هلته یې له وینود کهنه سره کتلي وو.

د ضیا په وینا د هند د سینما دا نامتو لوبغاړی په ۱۹۴۶ م کال د اکټوبر په ۶ مه نیټه په پېښور کې د صدر په سیمه کې زیږیدلی و. د نوموړې پلار مهر چند کهنه په پېښور کې یو یاد سوداګر او په کانګرس کې وزیر و.

نوموړې په ۱۹۴۷ کې چې وینود کهنه د غیږې ماشوم و له پېښوره هندوستان ته کډه شو.

وینود کهنه خپله په ۱۹۹۰ م کال په دوبۍ کې په یوه غونډه کې په ډیر ویاړ اعلان وکړ چې ” زه پېښوری یم “ .
د خیبرپښتونخوا د کلتوري میراثونو د شورا مشر شکیل وحیدالله چې هغه هم په هغه هییت کې شامل و چې په ۲۰۱۴ م کال کې یې له وینود کهنه سره په ممبيي کې لیدلي وو وايي، کهنه غوښتل یو ځل پېښور کې خپل د زوکړې سیمه او خپل پلرنی کور وویني.

د شکیل په وینا نوموړې په دې اړه پاکستان ته د سفر غوښتنه هم کړې وه خو بشپړه نه شوه.

شکیل ویلي ”د خیبرپښتونخوا د کلتوري میراثونو اداره غواړي چې د وینود کهنه یوه یاد غونډه په نژدې ورځو کې جوړه کړي. “

وینود کهنه په څو ورځې وړاندې د اویا کلنې په عمر په ممبيي کې په یو روغتون کې مړ شو.

د نوموړې په مړینه په هندوستان، پاکستان او نړۍ کې رسنیو ګڼ راپورونه خپاره کړل او ځانګړې پیغامونه خپاره کړل. د کرکټ او سینما د نړۍ ستورو یې په اړه د خپل ټویټر او فیسبوک په پاڼو کې خاطرې او یادونه ولیکل.

په دې لړ کې تر ټولو راښکونکې او ژړونکې خاطرې د وینود کهنه د سینمايي اوشخصي نژدې ملګري امیتاب بچن دي.

امیتاب بچن چې له وینود کهنه سره د( عامر، اکبر ، انټوني) او ( پرورش) په څیر فلمونو کې ګډ کار کړی په خپل یو ویبلاګ کې د نوموړې سره د خپلې ملګرتیا له پیل تر پایه ځینې شریک یادونه تازه کړې دي.

امیتاب بچن د خپلې لیکنې په یو برخه کې وايي” نوموړې ځانګړې راښکون درلود… ځانګړې موسکا، ځانګړې خندا، بې تکلفي داسې لکه هیڅ شی یې چې فکر نه شي خرابولی.“

امیتاب بچن د وینود کهنه په اړه د خپلې لیکنې په یوه برخه کې وايي” هیڅوک هسې قدم نه شي وهلي لکه وینود کهنه ، د ګڼې ګوڼې څخه په یوه ډکه کوټه کې هیڅوک د هغه ځای نه شي نیولی او هیڅوک خپل خوا شا خلک هسې خوشاله نه شي ساتلی لکه وینود کهنه چې په خپل چاپیریال خوښ ساته. “

د وینود کهنه بل سینمايي ملګري ریشي کپور بیا په خپل ټویټر کې د هند د سینما په ځوانو لوبغاړو سخت انتقاد کړی چې دده د مړینې په مراسمو کې یې یو هم نه و. نوموړې پر خپل ټویټر ولیکل” ددې نسل له اکټرانو یو هم د وینود کهنه په مړینه کې نه و، هیڅ یو له ځوانانو څخه نه وو. ان هغوی چې نوموړې ورسره کار کړی وو هم نه و راغلي. شرم دی. لږ درناوی زده کړئ.“

ريشي کپور ویلي تر دې یوه ورځ مخکې د پرینکا چوپړا په محفل کې د ریشي کپور په وینا له ډیرو ” چمچو “ سره مخ شوم چې هلته حاضر وو خو د وینود کهنه د مړینې مراسمو کې یې درک نه وو. ریشي کپور ویلي دا شرم دی او پر دې نوي ځوانو اکټرانو غوسه دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */