سپورټ

ویسټ انډیز د باران په مرسته نړیوال جام ته ورسید

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

په سیالۍ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنه کې ښه پیل نه درلود، ځکه چې دوه بریدګر لوبغاړي اوپنر کریس ګیل او شايي هووف یې د لوبې پیل کې پرته له منډو جوړلو د لاسه ورکړل، خو د ایوین لیوس ۶۶ او مارلیون سیمیولیز ۵۱ منډو ویسټ انډیزۍ لوبډله تر ۱۹۸ منډو ورسوله.

په ځوابي لوبه کې سکاټلینډ لوبډلې د ۱۲۵ منډو په جوړولو سره خپل ۵ لوبغاړي د لاسه ورکړې و، چې باران د سیالۍ د دوام مخ کې خنډ شو.

د باران د مسلسل اورښت له کبله په کرکټ کې د باران ځانګړي (D/L) میتود له مخې لوبه ویسټ انډیز ته د ۵ منډو په توپیر سره په ګټه تمامه شوه او سکاټلینډ لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ خوب غلط ثابت شو.

په دې سره ویسټ انډیزۍ لوبډلې د کرکټ غوراوي جام سیالیو کې د ۸ پواینټونو په خپلولو سره د لمړۍ لوبډلې په توګه د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه، خو په دغه پړاو کې یې یوازې د افغانستان څخه ماتې وخوړه.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د سکاټلینډ څخه د بریا په خپلولو سره افغانستان او ایرلینډ ته د مخکې تګ چانس هم برابر کړ.

که په راتلونکې سیالۍ کې د متحده عربي امارتو لوبډله کوربه زیمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو د دواړو افغانستان او ایرلینډ لوبډلو څخه به په سیالۍ کې ګټونکې لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د دویمې لوبډلې په توګه لار پیدا کړي.

د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د غوراوي پړاو دا سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب د روانې مارچ میاشتې د څلورمې نیټې څخه پیل شوې دي او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی