سپورټ نړیوال کرکټ

ویرات کوهلي لمړي مقام ته ورسید 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ خپل کړ.

نوموړي د انګلستان خلاف لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یوازې ۸ منډو ته اړتیا درلوده، تر څو دغه ریکارډ په خپل نړم سره ثبت کړي.

ویرات کوهلي د بیګا شپې په سیالۍ کې د انګلستان خلاف ۲۰ منډې جوړې کړې، چې په نړیوال کرکټ کې یې ټولې منډې ۲۰۱۲ ته لوړې کړې او د نیوزیلینډیو اوپنرانو برینډن مکلم او مارټین ګوپټیل ثبت شوي ریکارډ څخه یې وړاندې والی خپل کړ.

 له دې وړاندې د چټکو ۲۰۰۰ منډو جوړولو دغه ریکارډ نیوزیلینډیو اوپنرانو برینډن مکلم او مارټین ګپټیل سره و، چې د ۶۶ اننګزونو وروسته په دغه منډو جوړولو کې برینډن مکلم او په ۶۸ اننګزونو کې مارټین ګپټیل لمړی دغه ریکارد ثبت کړی دی.

 ویرات کوهلي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په تر دې مهاله په ۶۰ سیالیو کې لوبیدلی، چې د ۵۶ اننګزونو په لوبولو سره یې د ۱۸ نیمه سلیزو په ترلاسه کولو سره ۲۰۱۲ منډې جوړې کړې دې او اوس یې په نړیوال کرکټ کې د ۲۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ نورو ته پریښود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی