سپورټ کلتور او هنر

ویرات کوهلي او انوشکا شرما په راتلونکې اوونۍ کې واده کوي

ویرات کوهلي او انوشکا شرما دوه هغه نامتو څیرې دي، چې د هندوستان د ډیرو خلکو په زړونو کې ځای لري. دغه دوه ویاړلې او منلې څیرې په خپل مسلک کې ډیرې کامیابې دي او له همدې کبله ډیر مینه وال هم لري.

ویرات کوهلي د هندوستان د کریکټ ټیم لوبډلمشر دی او په ورته وخت کې یو غوره توپ وهونکی هم دی. بل خوا، انوشکا شرما هم د هندوستان د سینما یوه نامتو څیره ده، چې د سینما په پرده تر دې دمه ښه ځلیدلې ده.

د هندوستان یوې کورنۍ رسنۍ خبر ورکړی، چې ویرات کوهلي او انوشکا شرمه به د ډیسمبر میاشتې په دویمه اوونۍ له یو بل سره واده وکړي.

همدارنګه، دغې رسنۍ دا هم ویلي، چې د دغې جوړې د واده مراسم به په ایټالیا کې ترسره شي.

داچې د (۲۰۱۷) کال د ډیسمبر میاشتې په وروستیو کې د جنوبي افریقا ټیسټ لوبې پیلیدونکې دي، نو ویرات کوهلي به خپل میرمنې (انوشکا شرما) ته هم د ویزې د اخیستو وړاندیز وکړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، ویرات کوهلي او انوشکا شرما به خپل د واده مراسم په ایټالیا کې ترسره کړي او دغه مراسم به کابو درې ورځې وخت ونیسي. د هندوستان یوې سیمه ییزې رسنۍ (IBC Newtwork) ویلي، چې د دغې نامتو جوړې د واده مراسم به د ډیسمبر میاشتې په نهمه نیټه پیل شي او د دغې میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې به دوام وکړي.

د ریپوټونو له مخې، د ویرات کوهلي ملګرو او کورنۍ یې د واده لپاره په ایټالیا کې ځای نیولی دی او داسې بریښي چې د دوی واده مراسم به د ایټالیا په میلان ښار کې ترسره شي.

ایا د دغې نامتو جوړې د واده په مراسمو کې به د هندوستان د کریکټ ملي ټیم هم ګډون وکړي؟

د هندوستان ټوډې تلویزوني چینل د یوه ریپوټ له مخې چې تر دې دمه د هندوستان هیڅ یو کرکټر د دغې جوړې واده ته نه دی غوښتل شوی او د یو لړ لوبو له کبله به د دوی د واده په مراسمو کې د ګډون چانس له لاسه ورکړي. خو ویل کیږي چې د هندوستان د کریکټ لوبغاړو له لوري به په هندوستان کې ویرات کوهلي او انوشکا شرما لپاره یو لړ ځانګړي مراسم جوړ شي.

که څه هم د انوشکا شرما ته نژدې سرچینو د واده خبر نه دی تایید کړی خو دومره یې ویلي چې انوشکا شرما په ذکر شوې نیټې بهر ته په رخصتۍ ځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل