کلتور او هنر

ویرات کولي سره له واده وروسته د انوشکا لومړی فلم ناکام شو

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

لیکنه: ابوبکر عليزی

له واده وروسته د بالیوډ پیاوړي اداکارې انوشکا شرما لومړنی فلم (پري) دوه ورځې وړاندې بازار ته راووت، خو له ناکامۍ سره مخ شو.
دغې فلم (پري) په څلور ورځو کې یوازې ۱۵ کروړه هندۍ روپۍ وګټلې.

له ویراټ کولي سره د انوشکا تر واده کولو وروسته د دغې اداکاري لومړنی فلم همدغه وه چې د مارچ په دویمه د سینما پر پرده نندارې ته وړاندې شو او هغه اټکل چې ګومان کېده ډېر فلمونه به په ګټه وټه کې تر شا پریږدي غلط ثابت شو.

د دې تر څنګ د (پیار کا پنج نامه ) د ټیم یو بل فلم (سونو کی ټيټو کې سوئټي) بازار په دې ورځو کې ښه ګرم دی او په خپل هیواد کې یې تر اوسه ۶۵ کهروړه روپۍ ګټلي دي.
خو تر دې ټولو د سوړ بازار لرونکی فلم (ویری ویډینګ ) دی چې په لومړیو درې ورځو کې لا یوازي ۴ کهروړه ګټه هم نه ده کړي.

تر دې وړاندې د انوشکا شرما وروستي ای دل هی مشکل وه چې زیات مینوال یې له ځانه سره لرل خو دا ځل یې بخت ورسره یاري ونه کړه او نوی جوړ شوی فلم یې له ناکامۍ سره مخ شو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې