کلتور او هنر له نړۍ

ویدیا بالن د اندرا ګاندي په رول کې راڅرګندیږي

د بالیوډ وتلې ستورې ویدیا بالن به ډیر زر په یو سخت رول کې راڅرګنده شي، او دا د هندوستان د یوې پخوانۍ خو نامتو لومړۍ وزیرې اندراګاندي رول دي.

د هندې سینما ددې ستورې لپاره به دا لومړی ځل وي چې د یوې سیاستوالې رول لوبوي او هغه هم د هندوستان د یوازینۍ ښځینه صدراعظمې اندراګاندي رول.

د ویدیا بالن دا نوې فلم د نامتو لیکوالې او ژورنالیستې سګاریکا ګاس پر هغه کتاب جوړیږي چې نوم یې دی( اندرا: د هند تر ټولو پیاوړې لومړۍ وزیره)

ویدیا بالن په دې اړه ویلي:

” خوشاله یم چې ماته د سګاریکا پر کتاب د فلم جوړولو حقوق ( اجازه) راکړل شوه. ما تل غوښتل چې د اندراګاندي رول ولوبوم، خو ما تر اوسه دا پریکړه نه ده کړې چې دا فلم وي او که ویب سیریز.“

سګاریکا پر خپل فیبسوک په دې پریکړه چې ویدیا بالن ته یې د خپل کتاب په اړه د فلم جوړولو اجازه ورکړې خوښي ښودلې ده. او ویلې یې دي هیله لري چې اندرا پر سکرین وګوري.

د یادونې وړ ده چې د اندرا ګاندي پر ژوند لیکل شوې دې کتاب کې لیکوالې د هندوستان ددې نامتو صدراعظمې پر سیاسي ژوند په تفصیل خبرې کړي او د هغې د شخصي ژوند ځینې رازونه هم په کې خپاره شوې دي.

اندراګاندې چې د هندوستان د ازادۍ د یو مخکښ سیاستوال جواهر لال نهرو لور وه، درې دورې د هندوستان لومړی وزیره وه،

اندراګاندې چې د هندوستان د ازادۍ د یو مخکښ سیاستوال جواهر لال نهرو لور وه، درې دورې د هندوستان لومړی وزیره وه، د هغې د صدراعظمۍ لومړۍ دوره له ۱۹۶۶ م کال څخه تر ۱۹۷۷ م کال پورې وه او بله دوره یې د ۱۹۸۰ م کال څخه تر ۱۹۴۸۴ م کال د اکټوبر تر دیرشمې نیټې پورې وه چې په کې نوموړې د خپل یو سک ساتونکې له خوا ووژل شوه.

هغه د خپلې صدراعظمۍ پر مهال په هند کې له بیلابیلو بلواګانو، فساداتو او سیاسي ستونزو سره مخ وه چې په کلک هوډ یې په وړاندې مبارزه وکړه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات