وژنو، تښتوونو او غلاوو ویرولي جلال ابادیان د غیبې مرستې په هېله

د ټول ننګرهار خبره ځکه نه کوو چې له ولسوالیو څخه لا ډیره پخوا د امن او قانون د حاکمیت لمن راټوله شوې.

په تېره یوه اوونۍ کې د جلال اباد ښار څلور اوسیدونکي په هدفي حملو کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا شمېر یوازې د یوې اوونۍ دی، دا چې په تېره میاشت او بیا کال کې څومره کسان د دا ډول پېښو ښکار شوي دقیقه شمېره يې نه ده معلومه.

خلک روان امنیتي وضعیت او په ځانګړي ډول هدفي وژنو سخت وېرولي او همدې ویرې د خلکو په ټولنیز او ورځيني ژوند هم بد اغیز کړی دی.

د جلال اباد اوسیدونکي وايي، هدفي وژنو، تښتونو او وسله والو غلاوو په دغه ښار کې د خلکو ټولنیز ژوند سخت اغېز من کړی او هر سړی په دې وېره کې دی چې څوک يې په بې غږه تمانچه غږ، د تل له پاره غلی نه کړي.

دا وېره تر عامو خلکو په هغوی کې لا ډېره ده چې په ټولنه کې یو څه د نوم خاوندان دي.

ولسي شاعر عصمت الله بشري دوه ورځې وړاندې د ننکرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په کږې بازار کې ناڅرګندو کسانو په ډزو وواوژه.

ژورنالیست او لیکوال عبدالله هوډ وايي:” زه د يو ژورناليسټ په توګه چې بې پرې توب مې هم مراعت کړى، په ښار کې لسګونه ځل مخ شاته د دې له پاره اړوم چې څوک مې ونه وژني.“

یو وخت به د هیواد د نورو ښارونو په شان د جلال اباد اوسیدونکو سره هم د چاودنو او پر دولتي ځایونو د بریدونو وېره وه چې وخت ناوخت به په کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښته، خو اوس د دې ښار اوسیدونکي هدفي وژونو او تښتونو سخت اندېښمن کړي دي.

عبد الله هوډ زیاتوي:” جلال اباد اوس هغه ښار نه دى، لږ مطرح خلک يې حالاتو رواني ناروغان کړي، ډار د ټولو سر ته ولاړ دى، پخوا به زه د شپې دولس بجې کور ته تللم خو اوس ماذيګر ځم، خلک وژل کيږي او وژونکى تښتي“

خلک وايي، ناامنۍ اوس له ولسوالیو تر ښاره راغلي. د دوی په باور جلال اباد اوس داسې ښار دی که څوک هر وخت وغواړي، څوک وژلي او تښتولی شي.

په ننګرهار کې د اریانا نیوز خبریال رحمت زیارمل چې تازه یې په تالاشۍ چوک کې د غلو له یوې حملې ځان ژغورلی وايي:” هره شیبه چې له دفتر وځم، مخکې تګ سره مې وروسته اندېښنه وي، وېره مې دا وي چې حتما به راباندې د شاه له خوانه څوک ګوزار کوي، یا به رانه وسایل اخلی او یا به مې وژني.“

د دې ښار ځينې اوسيدونکي ولایتي اداره تورنوي چې ګوندې د روان وضعیت یوازې ننداره کوي او لاس تر زني ورته ناست دي.

دوی وايي ولسوالۍ خو کلونه کلونه د وژنو شاهدانې وې او لا هم په کې هماغه وضعیت روان دی خو نسبتا امن جلال اباد اوس تر ولسوالیو هم بدتر شوی دی.

رحمت الله زیارمل زیاتوي:” د جلال اباد اوسني بد حالت ته په کتو دلته د نظام په نوم هیڅ وجود نه لري. چارواکو د خپلې ساتنې له پاره د ځان نه څو دېوالونه تاو کړي او ولس په اور کې سوزي. دلته چې هره شیبه څوک وغواړي چې څوک ووژني، غلا وکړي او یا هم څوک وتښتوي کولای یې شي.“

ژرونالیست او مدني فعال اکرام الله اکرام هم روان وضعیت خوابدی کړی، دی وايي، وروستیو پېښو ته په کتو يې تل په دغه ښار کې دوستانو او د خپلوانو ژوند ته اندېښنه وي.

د جلال اباد ښار په تېرو څو لیسیزو کې هیڅکله دومره نا امنه نه و. ان د کورنیو جګړو پر مهال ننګرهار د امن کور بلل کیده.

هغه زیاتوي نه پوهیږي چې ولایتي چارواکي په څه بوخت دي، ځکه امنیت د خلکو په لومړیتوبونو کې راځي.

نوموړی وايي:” د ننګرهار والي صیب دې د یوه ډلو عسکرو سره په ښار کې د هټيو ننداره نه کوي بلکې همدا امنیتي کسان دې د خلکو د امنیت له پاره وګماري چې خلک ډاډه شي. په ښار کې د یوه ډله عکسرو سره د والي په تش ګرځيدو خلک د امنیت احساس نه کوي.“

جلال اباد چې یو وخت د امن، رنګنیو او سولې ښار یادیده، خو اوس يې وګړي له رنګینو ځکه خوند نه شي اخیستلی، چې هره شیبه ورسره دا وېره ملګرې وي چې څوک يې تررو نه کړي او یا يې ژوند وانه خلي.

دغلته روان وضعیت د نورو خلکو سربېره ان ځينې د پوهنتون استادن هم وېرولي دي. د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي استاد شېر حسن کمالزی وايي:” زه د دې روان وضیعت په اړه نور به زړه خوړین یم، خو ویریږم، چې چې یوازې د خپل نظر په څرګندلو مې څوک مړ نه کړي. نه مو کلي کې څوک پرېږدي او نه مو ښار کې.کلي کې د دولت له وسله والو مخالفینو شپې نه شو کولی او ښار کې د زور واکو.”

هغه زیاتوي په ټول عمر کې کله هم د امنیتي حالته دومره نه و وېریدلی لکه اوس:” زه نور کډې بارولو ته اړ شوی یم، چې له دندې استعفا ورکړم او داسې ځای ته لاړ شم، چې یوازې ژوندی پاتې شم.”

استاد کمالزی د روان بد امنیتي حالت پړه ټوله د ننګرهار پر ولایتي اداره او امنیتي اورګانونو وراچوي.:” د وضیعت په خرابوالي کې له هر چا ډېر والي او د امنیې قومندان مسؤل بولم. که په وضیعت حاکمان نه یاست، خو استعفاوې وکړئ کنه.”

کمالزی وايي:” اوسني امنیتي وصیعت د ټولو ځوانانو، قلموالو، د فکر د خاوندانو او په ټوله کې د ټولو ننګرهاریانو ژوند په خطر کې اچولی. یوازې ددې ولایت د زور واکو ژوند ښه او په سهولت کې تېریږي، یو شمېر زور واکان خپله په لویه مافیا بدل شوي، هر څه یې، چې زړه وغواړي هغه کولی شي.”

د ننګرهار او په ځانګړي ډول د جلال اباد روان امنیتي وضعیت د ټولنیزو رسنیو کارونکي هم ورخطا کړي او ګڼو يې پر خپلو ټولنیزو ادرسونو اندېښنې ښکاره کړي دي.

لیکوال او د دانش خپرندویه ټولنې مشر اسدالله دانش پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:” چې مستانه بشري پکې شهید شو نور نو تاسې خپله پوه شئ چې په جلال اباد کې امنیت شته او کنه؟ تر دې مخکې چې د نورو خوږو دوستانو، ملګرو او نورو خلکو د غم په ټغر کینو باید لاس په کار شو او ددې خواشینوونکي او وېروونکي حالت په بدلولو کې ونډه واخلو.“

بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي “یاران” ته وویل، چې د وضعیت د کابو کولو له پاره ننګرهار والي ګلاب منګل امنیتي ادارو ته د جدي تتدابیرو نیول امر کړی دی. نوموړي زیاته کړه:” په جلال اباد کې پر موټر سايکلونو د دوه او زياتو کسانو پر ګرځيدو غيرې قانوني ريکشاوو، موټرسايکلو، موټرو او وسله والو کسانو پر ګرځيدو بنديز لګيدلى دی.”

خو د جلال اباد اوسیدونکي وايي، چارواکي تش شعارونه ورکوي او د ښار روان بد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې بتریږي. دوی وايي اوس د امن لپاره یوازې د کومې غیبې مرستې په هیله دي، ځکه باوري دي چې دغلته چارواکي د امنیت په ټېنګښت کې کومه لیوالتیا نه لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */