ټولنیز ژوند طبیعت

وچکالي او د هغې ټولنیزې – امنیتي اغېزې

لیکنه: احسان الله ځيرک

(له اوبو سره د امنیت اړیکه)

لنډیز:
د سیلاب، طوفانونو، زلزلې، وچکالۍ او … په څېر طبعي پدیدې د هغو منفي اغېزو او پایلو له کبله چې پر انساني ژوند یې لري، د «طبعي خطرونو» په نوم یادیږي؛ د طبعي ښکارندو(پدیدو) له ډلې یوه یې چې د نړۍ ځینې سیمې او انساني ټولنې په ځانګړې ډول منځني ختیځ د هغوی په اړه اندېښنه لرله او لري یې، وچکالي او د هغې دوام دی؛ وچکالي د سیلاب او زلزلې برعکس لومړی پراخ لمنه ده او دویم ډېره اوږدمهاله ده او مستقیما د انساني ټولنو ژوند او د ملتونو سوکالي له ګواښ سره مخ کوي؛ څېړنې په ډاګه کوي چې د طبعي خطراتو له منځه په ټوله کې وچکالۍ ډېر منفي تخریبوونکي اغېزې له ځان سره لرلي دي، دا څېړنه کتابخانه یي څېړنه ده او د دغې پوښتنې د ځواب پیداکولو په لټه کې ده، چې وچکالي کومې ټولنیزې،سیاسي او امنیتي اغېزې له ځان سره لري؟ وچکالي ګڼ شمېر ټولنیزې، سیاسي او امنیتي اغېزې له ځان سره لري، چې د هغوی له ډلې د بېکارۍ کچې لوړوالي، د بېوزلۍ او محرومیت زیاتوالي، جرمونو کچې او ټولنیزو ناخوالو زیاتېدو، د ځایي او سیمه ییزو شخړو او جنګونو شدت، له کلیوالي سیمو ښاري سیمو ته د اجباري مهاجرت او د امنیتي معماوو زیاتوالي لامل ګرځي.

کلیدي اصطلاحات: اقلیم، وچکالي، ګواښونه، امنیت، مهاجرت

۱)د وچکالۍ تعریف
وچکالي په یوه ټاکلي زماني دوره، چې معمولا یو کال دی د رطوبت مستمر او غیرطبعي کموالي ته ویل کېږي، وچکالي ګڼ شمېر تعریفونه لري، مګر هغه مهم مقام ته په کتو چې نوموړې طبعي پدیده یې لري، تراوسه پورې داسې ټولمنلۍ، ثابت او کره تعریف چې د ټولو علماوو پرې هوکړه وي، نه دی وړاندې شوی. که چېرې له وچکالۍ یو هر اړخیز تعریف وړاندې کړو، نو وچکالي په اوږدمهال کې د بارانونو له کموالي څخه عبارت ده په داسې ډول چې په خاورو کې د رطوبت کموالي، جاري اوبو کمېدو او د انساني فعالیتونو همداراز د بوټو او وحشي حیواناتو د طبعي جریان له منځه تلو لامل شي.

۱-۲) وچکالي او ډولونه یې:
وچکالي د ماهیت، ابعادو، ځانګړنو.. له مخې په مختلفو ډولونو وېشل کېږي؛ د زماني دورې اوږدوالي له نظره وچکالي په څلورو ډولونو وېشل کېږي: ۱) تلپاتې وچکالي: دا وچکالي د ډېرو وچو سیمو سره تړاو لري، په یادو سیمو کې د اوبو لګولو مناسبو لارو چارو پرته کرنه ناممکنه ده؛۲ مقطعي وچکالي: دا ډول وچکالي له هغو سیمو سره تړاو لري، چې وچ او باراني موسمونه لري،۳) ناڅاپي وچکالي: دا ډول وچکالي له مرطوبو او نیمه مرطوبو سیمو سره تړاو لري، دا ډول وچکالي غیرثابته ده او د تل له پاره کوچنۍ سیمې تر پوښښ لاندې راولي؛۴) پټه وچکالي: دا ډول وچکالي په اوړي کې هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د هوا ګرمېدو له کبله اوبې تر ډېره بریده پورې تبخیر شي او بارانونه هم شتون ونه لري، دا ډول وچکالي ونې – بوټي په دایمي ډول له منځه وړي.

۱-۲) د منشاء له نظره د وچکالۍ ډولونه
د منشاء له نظره وچکالي په څلورو ډولونو وېشل کېږي:
الف) اقلیمي وچکالي: دا هغه وچکالي ده چې د اورښت کموالي او د هغه کلني نامناسب وېش له کبله منځ ته راځي.
ب) هایدرولوژیکي وچکالي: دا هغه وچکالي ده، چې په سیندونو کې د اوبو کموالي له کبله منځ ته راځي.
ج) د کرنې وچکالي: دا هغه وچکالي ده، چې د کرنیزو محصولاتو د له منځه تلو یا کمښت په ترڅ کې منځ ته راځي.
د) ژئوهیدرلوژیکي وچکالي: دا هغه ډول وچکالي ده، چې د ځمکې لاندې اوبو، د چینو اوبو کموالي یا وچېدو او د هغوی د تریووالي له کبله منځ ته راځي.

۲) امنیت:
د امنیت اصطلاح د انګلیسي ( Security) معادل ده، او له (secure)څخه اخېستل شوده، د یادې اصطلاح لغوي تعریف د خطر(عیني امنیت)، امن احساس(ذهني امنیت)، له شک خلاصون، له ډېپرېشن ازادي او د ډاډ لرل دي. په اصطلاح کې امنیت د داسې ډاډ لرل دي، چې د هغې له مخې خلک وکولای شي په هغه ټولنه کې چې ژوند کوي د خپل ځان، حیثیت، مادي او معنوي حقوقو په خطر کې لوېدو په اړه وېره ونه لري، په بله وینا امنیت یوه دوه مخیزه اصطلاح ده چې له یو لوری د تېري په وړاندې د امن لرلو، باور قابلیت او له ماتې څخه د نه وېرې لرل دي او له بل لوري د خطر په اړه د اندېښنې نه لرل دي، امنیت دوه اړخونه لري چې یو یې کورنۍ اړخ دی بل یې بهرنۍ اړخ، په کورني اړخ کې د پولو په داخل کې ښکاره او پټ ګواښونه لکه سیاسي ګوښونه(پاڅونونه، بېلتون غوښتنه، انقلاب…)، اقتصادي، نظامي بحرانونه(لکه کورنۍ جګړه..) او ټولنیز پاڅونونه ناامني رامنځ ته کوي، په بهرني اړخ کې هم امنیت کولای شي د سیاسي، نظامي او اقتصادي مسائلو له اړخه تهدید شي، لکه (اقتصادي تحریمونه، تعرفې…).

۳) وچکالي او اغېزې – پایلې یې
وچکالي یوه متحرکه پدیده ده، چې د وخت په اوږد کې منځ ته راځي او ګڼ شمېر اغېزې او پایلې لري، پردې سربېره اوبه د بشري ټولنو د ژوند پراختیا او رامنځ ته کېدو او له ډېر پخوا تر نن پورې د تمدنونونو د رامنځ ته کېدو او راڅرګندېدو تر ټولو مهم عامل دی او تمدنونه له پخوا تر نن پورې د اوبو سرچینو ته د لاسرسي مرهون او مدیون دي، په یوه ټولیز نظر کې وچکالي په اقتصادي، ټولنیزو، چاپېریال او سیاسي – امنتیي اړخونو کې باندې خپلې اغېزې لري، مګر موږ یې یوازې ټولنیزې او سیاسي – امنیتي اغېزې دلته تر څېړنې لاندې نیسو.

۳-۱) د وچکالۍ ټولنیزې پایلې
وچکالي د طبعي افتونو له ډلې یو هغه یې دی، چې ډېر مخربې پایلې له ځان سره لري، د یادو پایلو له ډلې یو یې ټولنیزې پایلې دي، چې په ټولنیزو پایلو کې کورنیو شخړو، د روغتیا او سلامتیا کچې ټیټوالي، د ژوندانه طریقې بدلون، مهاجرت، روحي او رواني شخړو، د خلکو د ژوندانه کچې او سبک بدلون، بېوزلۍ زیاتوالي، غیرقانوني او کاذبو بوختیاوو ته مخه کول، ډېپرېشن او خپګان، څنډې ته کېدو پدیدې راپورته کېدو، ناامنۍ او د جرمونو کچې لوړوالي، بې کارۍ، ځایي او سیمه ییزو شخړو ته اشاره کولای شو، چې د مقالې د حجم زیاتوالي له کبله مو د هغوی ځينې مهمې هغه مو یې په لاندې ډول تشریح کړې دي.

۱،۱،۳) د مهاجرتونو کچې لوړوالی او د نفوسو کمښت
د وچکالۍ اصلي ټولنیزو اغېزو او پایلو له ډلې یو یې اجباري مهاجرت دی، خو د وچکالۍ اغېزې په ښارونو او کلیو – بانډو کې یو تر بله توپیر لري، مګر د ښارونو په پرتلې یې اغېزې پر کلیوالي سیمو ډېرې دي، دا ځکه چې وچکالي پر کرنه او مالدارۍ مستقیمه اغېزه لري، کومه چې د کلیوالي سیمو د ژوندانه د تأمین اصلي منبع ګڼل کېږي؛ کله چې کلیوالي سیمې د اوبو له کمښت سره مخ شي نو هغوی د خپل ژوندانه د تأمین منابع له لاسه ورکوي، نو له همدې امله مجبوریږي ترڅو د ژوندانه اړتیاوو د تأمین په موخه له کلیو – بانډو څخه د ښارونو پر لور د کار او کسب پیداکولو په موخه کوچ او کډې وکړي، خپل اصلي کسب او کار پرېږدي او نورو کسبونو ته مخه کړي، نو په دې ځای کې وزګارتیا خپل اوج ته رسییږي، چې یاده وزګارتیا د داخلي مخالفو خوځښتونو راپارېدو همداراز د ناامنۍ پر فکتور د هغوی بدلېدو ته لار هواروي.

۲،۱،۳)ځایي او سیمه ییزې شخړې
کله چې بارانونه کم شي، په مستقیم ډول د ځمکې لاندې اوبو او د ځمکې پر مخ اوبو د کمښت لامل ګرځي او پایله یې په یو ځای یا یوه سیمه کې د اوبو بحران کېږي، چې یاد بحران د ځایي او سیمه ییزو شخړو رامنځ ته کېدو لپاره په یو پوتانشیل بدلیږي او ښایي د کورنیو ترمنځ یا هم د کلیو ترمنځ یا په لویه کچه د هېوادونو ترمنځ د شخړو او جګړو رامنځ ته کېدو لامل شي.

۳،۱،۳) د خلکو د ژوندانه کچې ټيټ والی او سبک بدلون
وچکالي له دې امله چې د ښارونو په پرتلې تر ډېره د کلیوالي خلکو پر اقتصاد بنسټيزې او مستقیمې اغېزې لري، د هغوی د ژوندانه کچې ښه والي راټیټېدو او د هغوی د ژوندانه د سبک د بدلون لامل ګرځي او حتی د خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدل هم د وچکالۍ له امله شونې دي.

۴،۱،۳) د امنیت ضد او غیر قانوني کړنو ته مخه کول
په یوه سیمه کې وچکالي د دې لامل ګرځي ترڅو د یادې سیمې بزګر طبقه خلک ونه شي کولای ترڅو د اوبو کمښت له امله خپلو کرنو او مالداریو ته دوام ورکړي، اصل کسب پرېږدي او پر ځای یې د دولت – خلکو امنیت ضد فعالیتونو، نشه یي توکو قاچاق او نورو غیرقانوني کړنو ته مخه کړي.

۴-۱) د وچکالۍ امنیتي پایلې
د امنیت ټینګښت د هېواد په قلمرو کې د هېوادونو یو له اساسي او مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي، ځکه له امنیت پرته هېواد د پرمختیا او ودې پر لور حرکت نه کوي، په دې منځ کې د هېواد جنوب او جنوب ختیځ همداراز مرکزي سیمې هغه جغرافیاوي سیمې دي، چې له سختې وچکالۍ سره مخ دي، په افغانستان کې هم د روانې جګړې یو اړخ اوبه ګڼل کېږي، او امنیتي مدیرانو تل په جنوب کې هلمند، په لوېدیځ کې فراه او په ختیځ کې کونړ ولایتونو ته د اوبو پر سر د یادو سیمو ناامنه کولو لپاره تر ډېره پاملرنه کړې ده، په یادو سیمو کې ګواښونه کولای شي د کورنۍ منشاء او رېښې لرونکي ګواښونه لکه د اوبو پر سر د ځایي خلکو ترمنځ شخړې او د مرزي رېښې لرونکي شخړې لکه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان سره د اوبو کنټرول پر سر شخړې راپورته شې، چې ښه بېلګه یې څه وخت وړاندې په فراه ولایت کې سخته جګړه یادولای شو.

پایله او وړاندیزونه
وچکالي د نورو طبعي پدیدو لکه سیل، زلزلې، طوفان.. په پرتلې ډېره خطرناکه ده، له دې کبله د خطر لرونکې طبعي پدیدې په نوم یادیږي، او انسانان د خپلې بشري پوهې له زیاتوالي سره سره په دې نه دې توانېدلي ترڅو غوره حل لارې چارې ورته پیدا او په اړه یې اقدام وکړي، د دې لپاره چې په هېواد کې د وچکالۍ له پدیدې سره په ښه ډول مخ په وړاندې په موازي او مقابلوي ډول ولاړ شو نو اړینه ده ترڅو د اوبو وېش په منظم ډول ترسره، د اوبو مصرف په سمه توګه تنظیم، له ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو جنجالي موضوع د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې هواره، داخلي اوبه کنټرول او د خپلو پراخو دښتو د ښېرازۍ لپاره ترې ګټه واخېستل شي.

منابع:
۱- افرزوه، فاطمه، چابکګرو، غلام رضا اکبری،(۱۳۸۸)، اثرات منفی خشکسالی و راهکارهای مقابله با آن، د اوبو بحران مدیریت ملي نندارتون، د مردوشت ازاد واحد اسلامي پوهنتون.
۲- رضوی نشاط، نجمه، مسعودی فرو مهدی: خشکسالی و راهکارهای مقابله با ان، سازمان جهاد کشاورزی استان کرمان.
۳- زرقانی، سیدهای، سیجاسی، حمدالله، موسوی، سیده زهرا(۱۳۹۵)، درامدی بر مهاجرت و آمنیت، انجمن جیوپولیتیک ایران.
۴- شعبان محمد ظهیر(۱۳۹۶)، نقش امنیت در زنده ګی بشر، کمییسون مستقل حقوق بشر افغانستان.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ځيرک