بریا او پرمختګ سیاست

ويښ ملتونه؛ څو لاملونه چې موږ یو مړ ملت یوو

لیکنه: ياران

د انجينر وفيع الله شريفي لیکنه

فخر افغان پاچا خان بابا فرمايي: انقلاب د سيلاب په څېر وي، کله چې راشي، ويده خلک وړي او ويښ ترې ګټه پورته کوي.

که د نړۍ د ملتونو تاريخونه مطالعه کړو؛ نو جوتېږي چې هيڅ حکومت د ملت د پرمختګ باعث شوی نه دی، بلکې کله چې د ملت شعور ويښ شوی دی، هغوی د خپل پرمختګ مسير خپله ټاکلی، کار يې کړی، مبارزه يې کړې او ځانونه يې د ترقۍ او پرمختګ هسکو پوړيو ته رسولي دي.

زمونږ او ستاسو په ګران هېواد افغانستان کې هم څو ځل انقلابونه راغلل، حکومتونه بدل شول، مګر مونږ يې بدل نه کړو، زمونږ ژوند يې ښه نه کړو او د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې شو.

دا چې ولې مونږ له نورو برعکس شاته روان يو او پرمختګ نه شو کولی، ډېر عوامل لري.
غواړم په څو مهمو عواملو يې رڼا واچوم.

لومړی: د زده کړو نه شتون
تاريخونه د دې ګواهي ورکوي چې کومو ملتونو د زده کړې په وسله ځانونه سمبال کړي دي، هغوی پرمخ تللي دي. دلته عمده ستونزه دا ده چې په هغه وخت کې چې نورو ملتونو د علم لټه کوله، ساينسي تجربې يې کولې، ټکنالوجي يې جوړوله، مونږ ښوونځي ته تګ ګناه ګڼله او مونږ د يو بل په وژلو لګيا وو.

دوهم: زغم
يو بل لامل چې مونږ پرمختګ ونه شو کړی د زغم نه شتون و. مونږ هيڅ ډول زغم نه درلود، سياسي زغم، ټولنيز، مذهبي، قومي او …
همدا وجه وه چې د دې پر ځای چې په پرمختګ فکر وکړو، خپله ټوله انرژي مو د يو او بل په تخريب ضايع کړه.

دريم: د ملي شعور ټيټوالی
له بده مرغه بايد ووايم چې مونږ هيڅکله د ملت له داخله داسې اشخاص را پورته نه کړل چې په تمامه مانا ملي ګټو ته ژمن او وفادار وي. تل د نورو په پرو پاګندو او منفي تبليغاتو دوکه شوي يو، د خپلو دولتونو په خلاف راپورته شوي يوو او هغه د چا خبره چې رښتيا راتلل؛ نو دروغو کلي وران کړي وو.

څلورم: د ښو بين المللي اړيکو نه شتون
مونږ له دې هم وځورېدو چې تل د نيابتي جګړو په اور سوځېدلي يوو او متاسفانه چې داسې ملي رهبر مو ونه موند چې په تمامه مانا په سياست پوه وي، تر څو د نړۍ د ملتونو سره داسې روابط جوړ کړي چې د يو او بل د ګټو قرباني مو ونه ګرځوي.
او شايد نور ډېر عوامل هم ولري.
اوس يو ځل بيا مونږ له يو ډېر حساس حالت سره مخ يوو، تقدير مونږ ته بيا د ځان جوړولو او پرمختګ موقعه راکړېده، له دې زرينې موقعې بايد پوره پوره ګټه واخلو او نړۍ ته وښايوو چې مونږ اوس ويده نه يو، مونږ اوس ځانونه جوړولی شو، مونږ هم د پرمختګ په هسک خپل ستوری ځلوو.

اوس وخت رارسېدلی چې ملت ويښ شي، خپل رښتينې خواخوږي وپېژني او ملاتړ يې وکړي.

ملت بايد هيچا ته دا اجازه ورنکړي چې دوکه يې کړي.
که جنګ و، که وژنې وې، که شاته تګ و او که بل هر څه و، همدومره و. نور يې نه شو زغملی. نور بايد خپله ټوله انرژي په دې مصرف کړو چې د زده کړو په ډګر کې د نورو ويښو ملتونو په قطار کې ودرېږو.
په ځانونو کې زغم پيدا کړو، يو بل وزغمو او د دې په ځای چې نور تخريب کړو، ملا يې وروتړو.
خپل واقعي رهبران وپېژنو او تر څنګ يې ودرېږو.
ويښ ملتونه هر څه کولی شي.
او که خدای مه کړه، دا زرينه موقعه مو هم له لاسه ورکړه؛ نو د پرمختګ خوب به مو هماغسې خوب پاتې وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران