کورنی ژوند

ولې ډیرې جوړې ( ښځه او خاوند) له یو بل د زړه خبرې پټوي؟

  • لیکنه: ډاکټر هینري کلاوډ
  • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

· “تا ولې ماته ونه ویل؟”

· “تا هیڅکله ماته د دې په اړه ونه ویل، چې ته د یوازیتوب احساس کوې؟”

· “زه په دې نه پوهیدم چې ته نه غواړې له موږ سره لاړشې.”

· “ته تل خوشاله بریښې، خو د خوشالۍ راز دې ماته ونه وایه.”

پورتنۍ جملې څه ناڅه اشنا بریښي درته؟ داسې بریښي چې تا چیرې اوریدلې اوسي؟ یاهم داسې بریښي چې تا پخپله ویلي اوسي؟

ناببره حیراني به تا تجربه کړې وي او کله چې نیږدې ملګری دې د حیرانتیا احساس کوي، نو ښايي چې ته به د هغه د حیرانتیا په نښو نښانو پوهیږې. دغه پیښه د ښځې او خاوند ترمنځ هم رامنځته کیږي. ځينې وخت له ښځې او میړه څخه یو یې هغه څه ته غوږ نه ږدي، چې بل یې غواړي د یوه اړینې موضوع په اړه ورسره وغږیږي او ځينې وخت بیا وروسته له هر اړخیزې وینا سره بیره هم موضوع ګونګه پاتې کیږي. په همدې اساس، ډیری وخت کله چې له پټو احساساتو څخه یې پرده پورته شي او هرڅه روښانه شي، نو بیا هغه وخت ډیر ناوخته شوی وي.

د خلکو د احساساتو پټولو لامل

ځینې وخت ځينې جوړې (ښځې او میړونه) د واده په لومړنیو وختونو کې له یو بل نه خپل احساسات پټوي او خپل رښتیني فکرونه او احساسات له یو بل سره نه شریکوي او په دې کار سره ورو په ورو له یو بل نه په احساساتي ډول واټن مومي او په پایله کې ترمنځ یې شخړې رامنځته کیږي.

د ښځې او خاوند تر منځ د یو بل لپاره لیوالتیا ورو ورو پای ته رسیږي، جسني میلان کمیږي او د یوې جوړې په توګه د دواړو اړیکې کمزورې کیږي.

د دغو رښتینو احساساتو او فکرونو پټول بیا د ځینو کسانو ژوند تر دې هم زیات زهرجن کوي، چې په پایله کې یې کورنیو شخړو، ناخوالو او طلاق ته لار هواروي.

راځئ دا وازمویو، چې د دوه کسانو ترمنځ د فکرونو او احساساتو شریکول ولې په لومړي سر کې په ټپه ودریږي او په اړیکو کې ولې جلا والی رامنځته کیږي؟

هغه جوړه چې خپل رښتیني احساسات له یو بل سره نه شریکوي، په اصل کې پوره ډاډمن نه وي او د احساساتو په شریکولو ځان خوندي نه ګڼي. د دوه هغو زړونو لپاره چې غواړي له یو بل سره یوځای شي، نو باید ترمنځ یې د باور فضا واوسي ترڅو د احساساتو په شریکولو ځان ډاډه احساس کړي.

ډیری جوړې (ښځې او میړونه) په دې فکر وي، که چیرې دوی له یو بل سره خپل د زړه خبرې او احساسات شریک کړي، نو په ژوند او اړیکو کې به یې وهل ټکول، پړ ګڼل، بې ځایه نیوکې، شخړې، خپګان او ځینې داسې نور شیان پیښ شي، نو په په همدې اساس هڅه کوي چې خپل احساسات او د زړه خبرې روښانه نه کړي.

دوی شخړو ته د حل لارو په پیدا کولو کې لږ هیله من وي او نه غواړي چې له یو بل سره خپل رښتیني احساسات شریک کړي.

بل لامل یې دا دی، چې ډیری جوړې د احساساتو له شریکولو څخه ناوړه او بوږنوونکي تجربې لري، چې دوی ته یې دا ښودلي چې که چیرې خپل رښتیني احساسات شریک کړي، نو بدې پایلې به ولري لکه، پریښودنه، انتقاد، رد کول، تاو تریخوالی، خپګان، شخړې، د اړیکې شکول او داسې نور.

همدا ده، چې ښځې او سړي له یو بل څخه د احساساتو له شریکول ډډه کوي، چې په پایله کې یې صمیمي اړیکه کمزورې کیږي.

ځینې کسان د احساساتو د شریکول مهارت نه لري او یاهم پرې پوهیږي نه؛ دوی په داسې یو ماحول کې نه وي لوی شوي، چې هلته د رښتینو احساساتو شریکول دود اوسي.

د اړیکې په لومړي سر کې، دوی یوازې دومره کولی شي چې خپل هغه احساسات د خپل د ژوند له ملګريملګرې سره شریک کړي، چې ډیر ګواښوونکي نه اوسي، خو کله چې یو څه موده ووځي او اړیکې یې ژورې او پیاوړې شي، نو سر یې په دې خلاص شي، چې د احساساتو شریکول ځانګړي مهارتونه لري، چې د دوی په وجود کې نه ترسترګو کیږي. همدا ده چې دوی نه پوهیږي څنګه دغه مهارتونه زده کړي ترڅو خپل احساسات د ژوند له ملګريملګرې سره په ازاداه توګه شریک کړي.

ځینې کسان ښايي په ژوند کې داسې ترخې تجربې ولري چې خورا زیات زړه بوږنوونکې واوسي. ځینې وخت د دوه کسانو په ژوند کې داسې بدې پیښې رامنځته کیږي، چې پوهیدل پرې ډیر دردوونکی کار وي او انسان حیران پاتې شي چې څنګه ورسره مبارزه وکړي.

داسې فکر کوي، هغه څه چې دوی غواړي له یو بل سره یې شریک یې کړي، د منلو وړ نه دي، چې همدا کار د اړیکو پاللو او راز ساتنې ناکامي په ډاګه کوي. د خپل احساساتو د نه شریکولو په ترڅ کې، شرم او د خپلې مینې د لاسه ورکولو ډار د یوې جوړې (ښځې او میړه) زړونه تړي. په پایله کې یې، دوی نه شي کولی چې د خپل ځان په اړه ډیرڅه ومني او د خپل ځان په اړه د خطر احساس کوي، چې په رښتیا سره د احساساتو له شریکولو څخه ویریږي.

فکر کوي چې د دوی غوښتنې اړینې نه دي. ډیری خلکو ته داسې مفکوره ورکړل شوې، هغه څّه چې دوی غواړي، اړین نه دي او یوازې شخصي ګټې یې دي او یاهم د ترلاسه کولو چانس یې ډیر کم دی. همدا دلیل دی، چې دوی چوپه خوله پاتې کیږي او خپلې غوښتنې او احساسات د خپل د ژوند له ملګريملګرې سره نه شریکوي او په اړه یې نه غږیږي. په اصل کې، دوی په دې نه دي خبر چې د خپلو غوښتنو او احساساتو شریکول د دوه کسانو ترمنځ اړیکې څومره پیاوړې کوي او اړیکو ته څومره استحکام وربښي.

اوس تاسو کولی شئ چې خپل موبایل ټیلفون کې یاران اپ ښکته کړئ.
په اندریوډ او ایفون دواړو اپ سټورونو کې یاران په انګلیسي ( Yaraan ) تورو وپلټئ او زموږ اپ تر لاسه کړئ

په پای کې، که چیرې ته د خپلو احساساتو د پټولو لپاره هر دلیل لرې، نو دا بې اعتباري نه ده، بلکې دا د سرطان هغه دانه ده چې وجود ورو، ورو له منځه وړي او ناسم پوهاوی رامنځته کوي. که چیرې ته هم دا ستونزه لرې او خپل احساسات او د زړه خبرې له خپل خاوندمیرمنې سره نه شریکوې، نو سر له همدې شیبې څخه یوه حل لار ورته پیدا کړه. دا کار دومره هم سخت نه بریښي، لکه څومره چې ته فکر کوې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل