روغه سټه

ولې ځينې خلک له کوروالي (نژدې کیدو) څخه ډاریږي؟!

 

روا کوروالی هم خرما هم ثواب دی. دا ډول کوروالی هم روغتيايي ګټې لري، او هم د ښځې او خاوند ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.

څیړونکي وايي، هغوې، چې ډیر ځلې کوروالی کوي، په ځان يې بارو لوړیږي، حوصله يې زیاتیږي، او په ژوند کې خوښ او بریالي وي.

خو سره له دومره ګټو، بیا هم ولې ځينې متاهل خلک له کوروالي ډاریږي او تر ډیره له سیکس څخه پټیږي.

څیړونکو په یوه وروستۍ څیړنه کې موندلې، چې ولې ځینې خلک له سکیس (کوروالي) څخه ډایرږي.

څیړنې یو شمیر لاملونه په ګوته کړي، چې اکثره خلک يې له امله نژدې کیدو ته زړه نه ښه کوي. په دې لاملونو کې د زړه ناروغۍ، رواني ګډوډۍ، بې خوبي، او ناسمې اړیکې یادې شوي.

ځینې خلک ممکن زړښت، حاملګۍ او یو شمیر نور دلایل هم وړاندې کړي؛ خو څیړونکو دا دلایل بې بنیاده بللي دي.

څیړنه لیکي، هغه خلک چې د زړه ناروغۍ ولري، تر ډيره له کوروالي ډاریږي او کوروالی نه کوي. دوې سره ویره وي، چې ګنې دا کار به يې په زیان تمام شي؛ خو څیړونکې وايي، چې سیکس د زړه ناروغیو ته هیڅ خطر نه پیښوي.

څیړنه دا هم لیکي، چې ښځې نسبت نارینو ته ډیرې له نژدې کیدو څخه ډاریږي. دوې له درد، د کوروالي په وخت له جنسي زورونې او د حمل په وخت د ماشوم لپاره ډیرې اندیښمنې وي. همدا لامل دی، چې دوې کوروالي ته په نه زړه حاضریږي.

له دې سربیره، څيړنه کاږي، چې بې خوبي، رواني ګډوډي او زړښت هغه څه دي، چې خلک يې له کوروالي (سیکس) څخه زړه موړې کړې دي.

د کوروالي د ګټو په اړه دا هم ویل کیږي، چې قانع کوونکی کوروالی د ښځې او خاوند اړیکې خوږې او ښې ساتې. دوې په خپل ژوند کې یو له بله ډیر راضي او خوښ وي.

د څیړونکو په باور چې د سیکس یا کوروالي په اړه اکثره خلک د کلتوري محدودیتونو له امله نه غږیږي، کنه دا مسله ډیره جدي او او د خاوند او میرمن تر منځ د اړیکو په ښه کولو او خرابولو کې مهم رول لري.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */