ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

ولې ځينې خلک بې ښځو یعنې مجردان پاتې کیږي؟

لیکنه: شریف شاهین

ډیر شمیر ځوانان فکر کوي، چې مجردي یواځې ددوی ملګرې ده او د نورو خو چاره سمه ده. اما داسې نه ده؛ په یو نسبتا غیري علمي پلټنه کې چې د سايپروس پوهنتون له لورې ترسره شوې، او پکې دیارلس زره، څلور سوه او نهه ویشت (۱۳،۴۲۹) کسانو برخه اخیستې وه، جالبه پایلې موندل شوي.

ګډوانولو یواځې یوې پوښتنې – “ای ځوانانو! ولې مجرد يۍ؟” – ته ځواب ویلی. یوه ګډونوال لیکلي: “زه د یواځیتوب احساس کوم، اما فکر کوم دا به تر هغې ډير دردناک نه وي، چې یو څوک وغواړې، او در يې نه کړي، او یا هم غلطو خلکو سره واوړې.”

څیړنې وروسته له ډیرو مالوماتو راټولولو څخه، ۴۵ داسې عوامل پیدا کړي، چې ګڼ ځوانان يې له امله مجرد پاتې کیږي.

دا عوامل عبارت دي له:
۱ـ بدرنګوالی (کنجیتوب او لنډه ونه)
په څیړنه کې یواځې ۶۶۲ کسانو د خپلې مجردۍ لامل کنجیتوب او خپله لنډه ونه بللې ده. دوی وايي، هغوی چې په سر کنجیان وي او یا هم په ونه ویلېشتینک وي، ګرانه ده، چې ښځه ورته پیدا شي. دا ډول خلک د مجردانو د لیست په سر کې ځای لري.

۲ـ په ځان بې باوري
اعتماد باالنفس یا په ځان باور او ځان ته قدر ورکول هغه څه دي، چې نه یواځې د مجردۍ څخه د خلاصون لاره ده، بلکې د انسان په شخصیتي وده کې هم اهم رول لري. هغوی چې په ځان بې باوره وي او ځان پرې سپک وي، څوک ښځه نه ورکوي. د ګډونوالو له مینځه ۵۴۴ کسانو دا ستونزه یاده کړې ده. د انسان قدم وهل، ناسته ولاړه، او د خبرو پر مهال د سترګو تماس د هغه باور لوړوي.

۳ـ تنبلي او سستي
زیات شمیر ځوانان تنبل او لټ وي. دا ډول کسان د نجونو نه خوښیږي. دوی ان د نجونو په مخکې هم تېز او چټک ګامونه نه اخلي او نه ښيي، چې ګنې دوی تکړه دي. نو د همدې له امله دا ډول کسان مجرد پاتې کیږي. د ګډونوالو له مینځه ۵۱۴ کسانو دا ستونزه د مجردۍ لامل بللی دی.

۴ـ دلچسپي نه درلودل
ځینې خلک قصدا نه غواړي، چې واده وکړي. دوی اصلا د اړیکو په جوړولو کې تکړه نه وي. همیشه کوښښ کوي، چې تنها ژوند وکړي. ۴۲۴ ګډونوالو مجردي خپله خوښه بللې ده.

۵ـ د جینکو زړه نه شي وړلای
ځینې ځوانان د نجونو د زړونو د غلا په هنر نه پوهیږي. د نجونو توجه جلبول، ځانګړی هنر غواړي او دا هنر زیات ځوانان نه لري. په څیړنه کې ۴۲۱ ځوانانو د خپلې مجردۍ لامل هم دا بللی، چې نجونې نشي خپلولای.

د څیړنې په پایله کې نور عمده لاملونه، چې موندل شوي، عبارت دي له:
۶ـ شرم او بې زړه توب
۷ـ زړه ماتیدل
۸ـ د مینې ناکامه تجربه
۹ـ د مناسبې نجلۍ انتخاب
۱۰ـ چاغوالی
۱۱ـ د لومړیتوبونو عدم اتصال او توپیر
۱۲ـ د وخت کمبود
۱۳ـ ډيپریشن
۱۴ـ ناسم شخصیت
۱۵ـ دماغي او رواني ستونزې
۱۶ـ د ټولنیزو مهارتونو نشتون
۱۷ـ مالي ستونزې
۱۸ـ په نجونو د باور نه درلودل
۱۹ـ جنسي کمزوري
۲۰ـ اجړا
۲۱ـ ناهیلي
۲۲ـ معیوبیت
۲۳ـ اعتیاد
۲۴ـ مینتوب

لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، دا څیړنه په تمامه مانا علمي څیړنه نه ده، او شاید ځينې خلک له پورته ذکر شو دلایلو سربیره، ځینې نور دلایل ولري، چې خپله مجردي پرې توجیه کړي. دا څیړنه یواځې د هغه څه باندې ۱۳ زره کسانو د خبرو نچوړ دی، چې تازه د سایپروس پوهنتون له لورې ترسره شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین