روغه سټه

ولې وېرونکي خوبونه وینو؟

وايي، چې خوب کوي خوب به ویني.خوبونه هر سړی ویني، خو ځينې خوبونه خوشالونکي وي او ځينې خوبونه بیا ډارونکي وي.

ځينې کسان چې د شپې له خوا ویده شي، ډېر وېرونکي خوبونه ويني چې دا چار يې په ذهني ډول نارامه او ستړی کوي.

په دومداره توګه د وېرونکو خوبونو لیدلو په اړه تازه څېړنې وايي چې دا چاره ښکاره کومه ستونزه نه ښکاري، خو که کوم څوک بار بار داسې خوبونه ویني د څېړنې په وینا دا د ځينې ذهني ناروغیو لومړۍ نښه ده.

په یوه تازه روغتیايي څېړنه کې دا خبره ښکاره شوې ده چې بیا بیا د وېرونکو خوبونو لیدل د ځينو ذهني ناروغیو لومړنۍ نښې نښانې دي.

د څېړنې له مخې د دا ډول خوبونو لیدل باید جدي ونیول شي او که دوام وکړي باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشي.

په دغه څېړنه کې له ۱۹۷۲ نه تر ۲۰۱۲ کال پورې کابو د ۷۱۰۰۰ کسانو خوبونه څیړل شوي او بیا څیړونکو دا نتیجه خپره کړې.

په لاسته راغلو پایلو کې معلومه شوې ده، چې د دا ډول خوبونو لیدونکي د بېلا بېلو ذهني ناروغیو نښه ګرځیدلي وي.

څېړنکې باور لري چې دا ډول خوبونه لیدل د انسان مزاج خرابوي او د منفي فکر کولو قوه یې هم پیاوړې کیږي.

د دوی په باور په دوامداره ډول د ډارونکو خوبونو لیدل د بېلا بېلو ذهني ناروغیو لومړنې نښې دي چې باید له ډاکټر سره پرې مشوره وشي.

ددې څېړنې څېړونکې ډله وايي، د دا ډول نارغانو د ښه والي له پاره باید له هغوی سره مرسته وشي، پام ورته وشي ځکه چې دا ډول خوبونه لیدل د درندو مسایلو نښې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */