خواړه

ولې د ځینو ښځو د لاس پخلی مزه نه کوي او د ښه والي لپاره یې باید څه وشي؟

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلما افغان

تاسو به لیدلې وې چې، ډیری میرمنې کلونه، کلونه پخلی کوي، خو خاص خوند پکې نه وي.

دلته مو ځینو هغو ټکو ته ورپام کوو چې له وجې يې د میرمنو په پخلي کې مزه نه وي:

۱- په غیر منظم ډول د مسالو استعمال

د درې ژبې دا متل به مو کله اوریدلی وي چې وايې: (کار را مساله میکند نام را بیبی)
دلته مې له دې متله مطلب دا دی چې، که په پخلې کې ستاسو د ګوتو کمال دی، خو دا هم له یاده مه باسئ چې ډیر رول پکې د مسالې وي.
هو!
مساله باید په مناسب ډول استعمال کړئ، مثال: که تاسو وریجې پخوۍ، نو د خوند لپاره يې ورسره چهار مساله، لاجې، لونګ او زیره ګډوۍ، برعکس؛ که تاسې همدا مسالې په یو بل ډول پخلي لکه غوښه یا هم سابو کې میکس کړئ، نو باوري شئ چې هیڅوک به ستاسو د لاس پاخه کړو خوړو څخه خوند وانخلي.
هڅه وکړۍ!
د هر پخلې ځانګړې شوې مساله وپیژنئ او بیا يې استعمال کړئ.

۲- د پخلې سره سم نور کارونه ترسره کول
هو!
که تاسو د آشپزۍ پر وخت جامې هم مینځۍ او یا ورسره غبرګ بل کار هم کوئ، نو ښه نه کوئ، ځکه دا چاره مو پام دوه طرفه کوي او تاسو نشئ کولی په سم ډول هم مهاله دوو کارونو ته رسیدنه وکړئ، ځکه دا چاره به مو یا د دیګ د سوځیدو او یا هم د خام خوند مزه وکړي او کیدای شي تاسې ورخطا شئ او خپل پخلی مو په سم شکل ونکړئ.
په یاد ولرئ!
هرکله چې پخلی کوۍ په پوره حوصله مندۍ او شوق سره يي وکړۍ ترڅو؛ مو خواړه خوندور راشي.

۳- دیګ ته سم لواب نه جوړول
لواب یا په ساده ژبه خوړو ته له مخکې د پیازو او رومیانو سره کول.
لواب د پخلي په خوند مستقیمه اغیزه لري، هڅه وکړئ هغه پخلی چې خوند يې ټول په لواب کې دی خام او یا يي مه سوځوئ.
که تاسو په غوړو کې پیاز سم سره نکړئ او سمدواره رومیان ور اضافه کړۍ او د رومیانو د ناسم سره کیدو سره دستې ترکاري، غوښه، لوبیا یا هم اوبه ګډې کړئ، نو پوه شئ چې اشپزي مو ناکامه ده، ځکه په په پخلې کې د خامو پیازو یا رومیانو شتون نه یواځې دا چې ستاسو د پخلي خوند خرابوي، بلکې ستاسو په بې سلیقه توب هم دلالت کوي.
ددې اسانه لار داده چې کله پیاز په غوړو کې ګلابي رنګه شول، نور يې سوځیدو ته مه پریږدئ او دستې رومیان ورسره اضافه کړئ، رومیان تر هغې په قاشوغه وخوځوئ چې ترڅو ښه سره شي او د رومیانو اوبه وچې شي او غوړي راپریږدي بیا نو ترکاري ورګډه کړئ، پخلی به مو خوندور شي.

۴- دیګ سوځول


که مو خواړه وسوځول نو ښکاره ده چې بې خونده مو کړل.
هو!
خفه کیږۍ مه! که مو د دیګ بیخ وسوځید ډاریکټ يې بل پاک دیګ ته ناسوځیدلې خواړه انتقال کړئ، ترڅو پاتې خواړه د سوو خوند وانخلي.
که مو د وریجو د دیګ بیخ وسوځید، نو سمدلاسه یوه نخي ټوټه راپیدا او په اوبو يي لنده کړئ او د وریجو په سر يي وځړوئ او د پاسه د دیګ سرپوخ پرې کیږدئ او د څو دقیقو لپاره يې پریږدئ، وروسته يې ترې لیرې کړئ.
تاسې به وګورۍ چې ټول سوځیدلی بوی به نخې ټوټې ځانته کاږلی وي او وریجې به مو د سوځیدو مزه نه کوي.

۵- د پاکوالي نه مراعتول
تر ټولو مهمه خبره د نظافت مراعتول دي، که یوه میرمنه خپله سلیقه مراعت نه کړي، نو خواړه يې هم ښکاره ده چې صحې ندي، ځکه د پاکوالي نه مراعتول کیدای شي ددې سبب شي چې په خوړو کې یا د ویښتانو ښکاره کیدل یا د نورو غیر ضرورې او ناپاکو توکو د راوتلو سبب شي.
که خواړه مو څومره بهترین وي، خوچې پاکوالی مو مراعت نه کړ، نو کیدای شي هیڅوک يې ونه خوري او نه هم ورته خوند ورکړي.

۶- په لوښي کې په ناسم ډول خواړه اچول
که تاسې خواړه په داسې ډول چې د لوښي خوا اوشا مو پرې هم ککړه کړي وي د لوښې منځ کې واچوۍ، نو هیڅوک يې نه خوښوي کیدای شې دا کړنه مو د نورو د زړه بداوي سبب شي او برعکس که څومره عادي خواړه وي او په لوښي کې په منظم شکل واچول شي طبیعتاً ورته انسان د خوړلو زړه کوي او ورته د ډوډۍ خوړل خوند ورکوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده