سپورټ سیاست نړیوال کرکټ

ولسمشر لندن ته رسيدلی، غواړي د افغانستان لوبه له نيږدې وګوري.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

افغان ولسمشر انګلستان په رسمي سفر تللی او غواړي د افغان ملي لوبډلي لوبه هم له نيږدې وګوري.

د ارګ ماڼۍ خبر ورکوي چي افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار په رسمي سفر انګلستان ته ورسيدی،او هلته به تر رسمي ليدنو کتنو وروسته د افغانستان او انګلستان لوبه هم له نيږدې ننداره کړي.

ټاکل سوې افغان ولسمشر به د انګلستان له لومړۍ وزيري تريزامې او ځينو وزارتونو له وزيرانو سره هم وګوري.

تر ليدنو کتنو وروسته به محمداشرف غني د منچسټر د اولډ ټرافورډ لوبغالي ته ځي او هلته به د افغانستان او انګلستان لوبه کي د مينوال په حیث ګډون وکړي.

د نړيوال جام په لړ کي افغانستان د انګلستان سره راتلونکې سه شنبه د جون مياشتي په ۱۸مه نيټه خپله پنځمه لوبه ترسره کوي،چي تر اوسه پوري افغان لوبډلي خپلي ۴ واړه ترسره سوي لوبي بايللي.

تر دې وړاندي افغان ولسمشر په نړيوالو لوبو کي د ملي لوبډلي د ملاتړ په موخه لوبغالو ته تللی خو په دومره لوړه سطحه لوبو کي يې تر اوسه ګډون ندی کړی.

د ولسمشر غني دا سفر به د لوبي کتلو ترڅنګ لوبډلي ته قوي مرال ورکړي.

د کريکټ ملي لوبډله چي په وروستيو کي د تغيراتو،د لوبغاړو د شکايتونو او ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ده د يوښه بيرته راتګ خبر يې ورکړی،خو بيا يې هم د سويلي افريقا په وړاندي ښه لوبه ونه کړه.

د انګستان سره تر لوبي وړاندي افغان لوبډلي سويلي افريقا سره پرون شنبه لوبه وکړه خو ماته يې وخوړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.