سپورټ مخکښان

ولسمشر غني: راشد خان زموږ «هیرو» دی، له ځانه یې نه جدا کوو

یاران اپ په ګوګل پلی سټور کې یاران په ګوګل پلی سټور کې

یاران اپ په ایفون اپ سټور کې  یاران په ایفون اپ سټور کې 

د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د خپل ټویټر اکانټ څخه ټویټ کړی دی، چې راشد خان د افغانانو اتل «هیرو» دی او افغانان ورباندې فخر کوي.

 وروسته له هغې، چې راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ په غوره لیګ «IPL» سیالیو کې ښه وځلید او خپله د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله یې په هر اړخیزې لوبې د کلتې لوبډلې خلاف د روانو لیګ سیالیو پای لوبې ته ورسوله؛ نو په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ پیاوړو لوبغاړو، سیاسیونو، فلمي لوبغاړو او نورو د راشد خان په ستاینه شروع وکړه، خو هندي مینه والو بیا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته ټویټونه وکړل، چې راشد خان ته دې د هند افتخاري تابعیت ورکړي.

 سوشما سوراج د ټویټ د لارې مینه والو ته ځواب ورکړی، چې ستاسو د ټولو ټویټونه مې ولیدل، خو تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري.

 له دې وروسته د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني هم ټویټ وکړ او د راشد خان په اړه یې ویلي و، چې په راشد خان ټول افغانان ویاړي او راشد خان مونږ ته د هغه څه یادونه کوي، چې افغانانو یې وړتیا لري.

 ولسمشر په خپل دغه ټویټ کې ویلي دي، زه د خپلو هندي ملګرو څخه هم مننه کوم، چې زمونو لوبغاړو ته یې په دغه لیګ کې د لوبیدو زمینه برابره کړې ده، تر څو خپله وړتیا او هنر وښايي.

ولسمشر ویلي راشد خان د کرکټ په نړۍ کې یو شتمني ده او په خپل ټویټ کې یې د هندي مینه والو لخوا د افتخاري تابعیت خبرې ته په اشارې هند صدر اعظم نریندرا مودي ته ویلي، مونږ نه غواړو، چې راشد خان را څخه لیرې ولاړ شي.

 د راشد خان په ورستۍ سیالۍ ترسره کیدو سره اوس بې شمیره مینه وال راتلونکې پای لوبې ته په تمه دي او ښايي په خپلې همدې کارکردګۍ سره خپله لوبډله سنرایزرز حیدر اباد د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف د جام اتلولۍ خپلولو ته هم ورسوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی